لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره کې د وزیراعظم د موټر وی اعلان او د صوبې سیاسي گوندونه


د صوبايي اسمبلۍ غونډه نن په ۲۹ اپریل ټاکل شوې ده او امکان لري چې دغه قرارداد وړاندې راشي او منظور شي او د منظوریدو امکانات یې ځکه زیات دي چې واکمن ګوند تحریک انصاف، ورسره تړلي جومات اسلامي او قامي وطن پارټي او اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه عوامي نیشنل پارټي، پیپلز ګوند او جمیعت علما اسلام به د قرارداد مرسته او صرف مسلم لیګ نواز ډله به یې مخالفت کوي
د صوبايي اسمبلۍ غونډه نن په ۲۹ اپریل ټاکل شوې ده او امکان لري چې دغه قرارداد وړاندې راشي او منظور شي او د منظوریدو امکانات یې ځکه زیات دي چې واکمن ګوند تحریک انصاف، ورسره تړلي جومات اسلامي او قامي وطن پارټي او اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه عوامي نیشنل پارټي، پیپلز ګوند او جمیعت علما اسلام به د قرارداد مرسته او صرف مسلم لیګ نواز ډله به یې مخالفت کوي

وزیراعظم نوازشریف تیره ورځ د خیبرپښتونخوا هزاره ډویژن مانسهره کې د حویلیا،تهاکوټ موټروی د جوړولو د تیګې ایښودو مراسمو په وخت خپله وینا کې ویلي دي په دې پروژې به ۱۳۴ اربه روپۍ لګښت راځي او ۴۲ میاشتو کې به سرته رسي. وزیراعظم دا پروژه د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ برخه ګرځولې ده او ویلي یې دي د پروژې ۹۰ فیصده خرچه به د چین یو بنک او ۱۰ فیصده پاکستان ورکوي.

د موټروی دا برخه ۱۲۰ کلومیټره اوږده ده او لیاره کې به ایبټ اباد، مانسهره او شنکیاري غوندې علاقې راځي.

خو بلخوا د پښتنونخوا مهمې سیمه کې د وفاقي حکومت د دومره اهمې پروژې ناساپي اعلان او په دغه مهال د صوبایي حکومت د کوم استازي غیر موجودګۍ یو شمیر پوښتنې پیدا کړې دي. او ډیوه راډیو چې په دې بابله د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یو کارپوه او د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید سره خبرې وکړې نو هغه وویل وفاقي حکومت د پښتنو او بلوڅانو په غوښتنه په ۲۸ مي ۲۰۱۵ کې د ټول ګوندیزکانفرنس په مهال زباني ژمنه کړې وه چې مغربي لیاره به ړومبیه جوړول کیږي او بیا وزیراعظم نوازشریف ددې کال په ۱۵جنوري یو بل ټول ګوندیزې غونډې ته لیکل شوی ضمانت ورکړو چې د راهدارۍ مغربي لیار به ړومبۍ ترجیح وي. خو ډاکټر صیب وایي پرون چې وزیراعظم د کومې پروژې اعلان کړی دا فقط موټروی یعني یو سړک دی او دې ته د اقتصادي راهدارۍ نوم ورکول ځکه مناسب نه دي چې دې کې د راهدارۍ هاغه ټول لوازمات لکه د ګیس نوی شکل ایل این جي، فایبر اپټک، د بریښنا ترسیل، د تیلو پایپ لاین او د صنعتي مرکزونو جوړول نه دي شامل. او دا چې باور نه کوم چې په دي اړه به یې صوبایي حکومت اعتماد کې اخستی وي. وایي وفاقي حکومت دا یوه بله وعده خلافي وکړه.

هم ددې اندیښنو او د وفاقي حکومت د بیا بیا وعده خلافو په ضد د صوبې سیاسي ګوندونو څو وارې ټول ګوندیز کانفرسونه او احتجاجونه کړي دي او هم دغې لړ کې څلور ورځې وړاندې په ۲۵ اپریل صوبایې اسمبلۍ کې دننه د ټولو سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه غونډه د وزیراعلي ماڼۍ کې شوې ده چې پکې د خبرونو تر مخه ټول په دې موافق شوي دي چې د اسمبلۍ نه به یو متفقه قرارداد یا پریکړه لیک منظورولی شي او حکومت ته به دا اختیار وي چې د اقتصادي راهدارۍ لپاره د وفاقي حکومت لخوا صوبې کې د زمکو په اخستو او خرڅولو بندیز ولګوي. چې قانوني ژبه کې ورته سیکشن ۴ وایي. بلخوا د وزیراعلي پرویز خټک دا خبره هم په ریکارډ موجود ده کوم کې چې هغه ویلي وو چې اقتصادي راهدارۍ کې که مونږته برخه را نکړل شوه نو بل چا ته یې هم نه پریږدو.

د صوبايي اسمبلۍ غونډه نن په ۲۹ اپریل ټاکل شوې ده او امکان لري چې دغه قرارداد وړاندې راشي او منظور شي او د منظوریدو امکانات یې ځکه زیات دي چې واکمن ګوند تحریک انصاف، ورسره تړلي جومات اسلامي او قامي وطن پارټي او اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه عوامي نیشنل پارټي، پیپلز ګوند او جمیعت علما اسلام به د قرارداد مرسته او صرف مسلم لیګ نواز ډله به یې مخالفت کوي.

سیاسي او اقتصادي څیړونکي دریځ لري که د پښتنونخوا سیاسي ګوندونه او حکومت په دي وتوانیدل چې د جنګ ځپلې سیمې د حقونو ګټلو لپاره یو خله شول او چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې یې خپله برخه تر لاسه کړه نو دا به د سیمې د بدبختۍ ختمولو کې مهم پړاو وي. ځکه چې پښتنونخوا د سمندر نه د لرې والي په وجه د صنعت او تجارت زیاتې مواقعې نه لري خو د راهدارۍ شکل کې د خپلو قدرتي وسایلو لکه تیلو، ګیس او اوبو نه په ښه توګه ګټه پورته کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG