لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني انتخاباتو خلاف په دویمه ورځ هم احتجاجونه وشول


په پېښور کې د الېکشن کمېشن خلاف د احتجاج منظر
په پېښور کې د الېکشن کمېشن خلاف د احتجاج منظر

هغه سیاسي گوندونه چې د جولايي د ٢٥ مې نېټې په انتخاباتو کې د درغلۍ الزامات لگوي، پلویانو یې په دویمه ورځ هم د دغه ټاکنو خلاف احتجاجونه وکړل او په پېښور کې یې د الیکشن کمېشن د دفتر نه بهر د "الېکشن کمېشن مرده باد" نعرې پورته کړې.

په پېښور کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د عوامي نېشنل پارټۍ، قومي وطن پارټۍ، پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ (ن) ، متحده مجلس عمل او ځينو نورو گوندونو کارکونکو د انتخاباتو پرضد احتجاج وکړو.

د انتخاباتو خلاف احتجاجونه په داسې حال کې کیږي چې رپورټونه وايي د پاکستان موقتي وزیراعظم ناصرالملک صدر ته د خواست کړی چې د نوي منتخب شوي پارلېمنټ غونډه دې د اگست په ١٣ مه نېټه راوبلي.

حکومتي مامورین په انتخاباتو کې د درغلۍ خبره ردوي، وايي ووټونه صفا وو
حکومتي مامورین په انتخاباتو کې د درغلۍ خبره ردوي، وايي ووټونه صفا وو

پاکستان تحریک انصاف په مرکز او خېبرپښتونخوا کې د اکثریت ترلاسه کړی دی او وايي د مرکز او د خېبرپښتونخوا ترڅنگ په پنجاب کې به هم حکومتونه جوړوي.

د تحریک انصاف نه علاونه د پاکستان زیاتره نور گوندونه په ووټونو کې د درغلۍ او گټۍ الزامات لگوي.

کوم گوندونه چې انتخابات ردوي مشران یې پکې د ناکامۍ سره مخامخ شوې دي، په انتخاباتو کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات لگوي او وايي چې د ووټونو نتیجې نه مني.

په پېښور کې مظاهره د الېکشن کمېشن د صوبايي دفتر مخې ته وشوه. مظاهره چیانو د "الیکشن کمېشن مرده باد" نعرې پورته کړې او احتجاجي ناسته یې هم وکړه.

بلخوا په بلوچستان کې هم يوشمېر سياسي ګوندونو د انتخاباتو د نتيجو په ضد احتجاجي مظاهرې وکړې او په کوټه کې يي د الېکشن کمېشن صوبايي دفتر لور ته د تللو هڅې کولې خو پوليسو ودرول. ورسته بيا دوي خپل احتجاجونه د کوټې په زرغون سړک ترسره کړل او په حکومتي ادارو يي په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه ولګول.

د کوټې احتجاجي مظاهرې ته د پيپلز ګوند صوبايي صدر علي مدد جتک ووېل " په ۲۵ مه جولايي په بلوچستان کې داسې ټګي وشوه او په داسې خلکو انتخابات وګټل شول چې وړاندې يي چرته د کونسلر څوکۍ هم نه شوه ګټلی."

نوموړي د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ده په وېنا دغه د ټګۍ ډک انتخابات دې اوځنډوي او راڼه او د ټګۍ نه پاک انتخابات دې وکړی شي.

په کوټه کې دغې احتجاجي مظاهرې ته د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو ووېل په انتخاباتو کې ټګي د بلوچستان نه پېل شوه او زياته يي کړه " دغه د ټګۍ ډک انتخابات وو او هېواد به له نورو مشکلاتو سره مخامخ کړي."

تېره ورځ په اسلام آباد کې هم د ۱۱ سياسي ګوندونو اېتلاف د الېکشن کمېشن مخې ته احتجاجي مظاهره کړې وه چې پکې د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف نه علاوه د نورو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و او په حکومت يي د درغلۍ تورونه لګولي وو.

شهباز شريف تېره ورځ په احتجاجي مظاهرو کې د برخه نه اخیستلو علت خراب موسم بللی او وې ویل د ده پرواز د خراب موسم له کبله د ځنډ ښکار شو خو په نورو مظاهرو کې به د ګډون هڅې کوي او د اسمبلۍ په اجلاسونو کې به هم د دغې انتخابي نتيجو په ضد احتجاجونه کوي.

په ۲۵ جولايۍ شوي د انتخاباتو په نتيجو د تحريک انصاف ګوند نه علاوه نورې ټولې پارټۍ نيوکې کوي او تور لګوي د پاکستان پوځ په دغه انتخاباتو کې د تحريک انصاف د ګټې لپاره لاس وهنه کړې ، خو د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي.

نړيوال څارونکي او ميډيا په پاکستان کې په ۲۵مه جولايۍ شوي انتخابات لانجمن ګڼي او د تحريک انصاف ګوند نه علاوه نور سياسي ګوندونه هم په دغه انتخاباتو کې د درغلۍ او ټګۍ تورونه لګوي خو د پاکستان الېکشن کمېشن وايي انتخاباتو کې ټګي نه ده شوې .

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG