لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ضمني انتخاباتو کې د رایو ورکولو عمل پېل شوی، د باجوړ په انتخاباتو تاوده بحثونه روان دي


د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په 22 څوکیو د ضمني انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو عمل نن د اتوار په ورځ د سهار اتوؤ بجو نه پیل شوی دی. په دې انتخاباتو کې په پاکستاني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو تر ټولو زیات تاوده بحثونه د باجوړ نه دقامي اؤ صوبایي اسمبلیو په دوؤ څوکیو روان دي .

د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په دغو دواړو څوکیو د اتمې فرورۍ د انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې د وژل شوي ازاد کاندید ریحان زیب کشر ورور مبارک زیب په ازاد حیثیت انتخاباتو ته ولاړ دی خو هغه اعلان کړی چې که بریالی شي نو خپله څوکۍ به پي ټي‌ آي له ورکوي.

پي ټي آي د باجوړ د حلقه 8 نه د قامي اسمبلۍ ټکټ ګل ظفر اؤ د صوبایي اسمبلۍ پي کی 22 ټکټ ګل داد خان له ورکړی دی . د باجوړ د قامي اسمبلۍ په څوکۍ نور هم تکړه کاندیدان په میدان کې ولاړ دي چې په هغې کې پخوانی ګورنر شوکت الله ، پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان، پخوانی ایم این ای مولانا عبدالرشید اؤ مولانا خانزیب په ځانګړي توګه د یادولو دي.

په ننۍ ورځ د قامي اسمبلۍ په پینځوؤ اؤ د صوبایي په 17 انتخابات کیږي چې دې انتخاباتو لپاره ټول 237 کاندیدان په میدان کې دي.

خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان:

خېبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په دوؤ څوکیو این ای 8 باجوړ اؤ این ای 44 ډیره اسماعیل خان د رایې ورکولو عمل پیل شوی اؤ د صوبایي اسمبلۍ لپاره هم په دوؤ څوکیو پي کی 22 باجوړ فور اؤ پی کی 91 کوهاټ خلک خپلې رایې ورکوي.

بلوچستان کې بیا د صوبایي اسمبلۍ په دوؤ څوکیو ضمني انتخابات اؤ په یوې څوکۍ بیا له سره د رایو ورکولو عمل ترسره کیږي.

په کومو دوؤ څوکیو چې ضمني انتخابات کیږي انتخابات روان دي هغې کې پي بي پي بي 20 خضدار 3، پي بي 22 لسبیله اؤ پي بي 50 قلعه عبداللہ شامل دي اؤ د پي بي 51 چمن په 12 پولنګ اسټیشتنو سر دوباره رایې ورکول کیږي.

سیند کې په یوه څوکۍ انتخابات:

د سیند صوبې نه د قامي اسمبلۍ په یوه څوکۍ این ای 196 قمبر شهداد کوټ ضمني ټاکنه روانه ده ، دا څوکۍ د اتمې فرورۍ په ترسره شوؤ انتخاباتو کې د پیپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو ګټلې وه خو هغه په په بله څوکۍ هم بریالی شوی ؤ نو ځکه یې وروسته دغه څوکۍ پرېښودې وه.

په دې څوکۍ د پیپلز ګوند د کاندید خورشید جونیجو اؤ د تحریک لبیک پاکستان د کاندید محمد علي تر منځ د سختې مقابلې امکان ښودل کیږي، په ستر جمهوري ایتلاف کې شاملو نورو ګوندو د سیند په څوکۍ د کیدونکي انتخاب نه د ټګۍ د تورونو پسر پرېکون اعلان کړی دی.

پنجاب کې تر ټولو په زیاتو څوکیو ټاکنې:

پنجاب کې د قامي اسمبلۍ په دوؤ اؤ د صوبایي اسمبلۍ په 12 څوکیو د ټاکنو عمل روان دی. د پنجاب نه د قامي اسمبلۍ په کومو دوؤ څوکیو چې ټاکنې کیږي هغې کې این ای 119 لاهور 3 اؤ این ای 132 قصور 2 شامل دي.
همد اشان د پنجاب اسمبلۍ لپاره په پي پي 22 چکوال، پي پي 32 ګجرات، پي پي 36 وزیر آباد، پي پي 54 نارووال، پي پي 93 بکھر5، پي پي 139 شیخوپورہ فور، پي پي 147 لاهور3، پي پي 149 لاہور 5، پي پي 158 لاهور 14، پي پي 164 لاہور 20، پي پي 290 ډي جي خان 5او پي بي 266 رحیم یار خان 12 هم رایې ورکول کیږي.

د رایو ورکولو عمل د اتوار په سهار اته بجې پېل شوی اؤ ټاکل شوې ده چې د ماښام تر پینځوؤ بجو به پرته له کومې دمې دوام وکړي.د پاکستان د مخابراتو دولتي ادارې (پي ټي ای) د ضمني انتخاباتو په مهال بلوچستان اؤ پنجاب ځېنو ضلعو کې د موبایل سروس د تړلو وینا هم له وړاندې څخه کړې ده.

په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې د ترسره شوؤ عامو انتخاباتو په مهال هم پاکستان کې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ چې په هغې وروسته بیا د پاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ نړیوالو تنظیمونو کلکې نیوکې کړې وې اؤ تور یې لګولی ؤ چې دا کار انتخاباتو کې د ټګۍ لپاره شوی ؤ.

د پاکستان الیکشن کمیشن انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه په کلکه رد کړي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG