لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که سپوژمۍ مو وليدله نو........ 


کارټون: لقمان احمد
کارټون: لقمان احمد

خبردار__که په پاکستان کې مو سپوژمۍ وليده نو اعلان يې مه کوئ. که نا! نو د یوکال قېد او ۲۰۰۰۰۰ (دوه لکه) روپو جرمانې ته ځان ټينگ کړۍ.

دا گپ نه دی. د حکومت د مياشت ليدلو د ادارې رويت هلال کمېټۍ د رسمي اعلان نه مخښکې په شخصي توگه د مياشت ليدلو د اعلان په سر دغه سزا په يوه قانوني مسوده کې وړاندې کړل شوې ده. او د مذهبي چارو وزارت مرکزي کابينې ته استولې ده.

په پاکستان کې میاشت ليدل یوه حساسه معامله ده. ددې وېرې د لاسه، چې هسې نه د هېواد ٢٠٠ میلینه وگړي چرته روژه يا اختر په خطا ورځ وکړي، ددې کار لپاره د خاصو مذهبي پوهانو یوه کميټي ساتل شوې ده.

ددې خاصو مذهبي پوهانو د ډلې زمواري ده چې د روژې، اختر او د اسلام د پېغمبر د زیږون ١٠٠ فيصده کره ورځ وښايي.

په پاکستان کې په مازيگري او ماښامي کې په افق سپوژمۍ څارل نوره وړه خبره پاتې نه شوه. ځيني بااثره او د حکومتي کمېټۍ نه باغي مذهبي مشرانو وخت په وخت داسې هم کړي دي چې د حکومت د اعلان نه یې یوه ورځ نيمه مخښکې د مېاشتې لیدلو او د روژې شورو کیدلو اعلانونه کړي دي.

خو اوس که د نوي قانون مسوده منظور شوه نو د میاشتې د څارلو او اعلانولو کار به یواځې حکومت کولی شي. مطلب دا__که دا قانون منظور شو نو د روژې او کوژې اعلان به بیا د حکومت نه بغېر بل څوک نه شي کولی.

پاکستان تل په سترو مذهبي او سیاسي چارو کې د سعودي عربستان پلویتوب کړی دی خو د میاشت د ليدلو اختيار پاکستان تر دې دمه ځان سره ساتلی دی. نور اکثره اسلامي هېوادونه د سعودي عربستان سره په يوه ورځ روژه او اختر لمانځي.

او تر څو چې د میاشتې د ليدلو خبره ده نو ساینس پکې چا راوستی دی. دا کار د ساينس د حدودو نه بهر گڼل کېږي ځکه چې يوه ‌‌‌‌‌‌ډله پوهان وايي چې مياشت په انساني سترگو ليدل شوي نه وي نو اعلان به يې نه کوئ. هه__که ورېځ وي نو بيا د ورځو د شمېر په حساب د روژې يا اختر اعلان کېدای شي.

د مياشت د ليدلو لپاره د حکومتي کميټۍ تر ټولو لوی باغي د پېښور د قاسم علي خان جومات (مسجد) مفتي شهاب الدين پوپلزۍ دی. هغه هر کال د حکومت د اعلان څخه يوه يا دوه ورځې وړاندې د کوژې يا روژې اعلان کوي او په ميلينونو پښتانه يې ورسره مني.

مفتي پوپلزۍ د وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه خبريال سيد مدثر شاه ته ويلي دا هډو ممکن نه ده چې حکومت دا مسوده منظور کړي. ښاغلي پوپلزۍ گواښ کړی دی چې

" حکومت داسې نه شي کولې، دا قانون به عدالت کې چېلنج کېږي."

داسې ښکاري چې د روژې يا کوژې په اعلان کېدلو کې د پوپلزۍ صېب واک له منځه ځي. او که قانون منظور شو نو د دواو اخترو مزې به ورسره هم ځي.

مرکزي کابینې ته د منظورۍ لپاره لېږل شوې مسوده کې دا هم ویل شوي دي چې که کوم ټيلي وژن یا بلې ادارې د حکومت د اجازت نه بغېر د روژې د شورو کیدلو یا اختر شبقدر اعلان وکړو نو خیر به یې نه وي، لس لکه روپۍ جرمانه به ورکوي او غلی به کيني،یعني د کار اجازه به ورته هم نه وي.

يوه اخيري خبره:

هسې وايم پاکستان کې دا نور قامونه وايي چې رمضان جاڼې اور پټهان جاڼې. خوند به دا وکړي چې پښتانه مياشت ويني او نه کوژه او نه روژه کولی شي. ځکه چې رويت هلال واله يوه ورځ وروسته، لکه څنگه چې تاريخ ښايي، د مياشت کتلو لپاره کېني​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG