لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان اووم تلین: پاکستان کې لا د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو اؤ ځورونو لړۍ تم شوې نه ده


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان د مړینې اووم تلین نن په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تورونو د عدالت تر شا د خلکو د وژنو، ځورونو اؤ بندي کولو لړۍ لا تم شوې نه ده.

څېړونکي وایي دا خبره هر څوک مني چې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون نه عموماً ناوړه استفاده کیږي خو دوي وایي چې په هیواد کې تندروه سوچ دومره ځېلې کړي چې اوس په پارلیمان کې هم څوک په دې قانون کې د بدلون په اړه له ویرې خبره نه شي کولی.

د کال 2017م د اپرېل په مياشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د جرنلزم زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ګڼو کسانو په پوهنتون کې دننه په تشدد وژلی وو.

د مشال خان د وژنې د پېښې کتنه کوونکي ۱۳کسیزې تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ‌ کې ویلي وو، د مشال خان په ضد تورونه بې بنیاده وو او د مذهب د سپکاوي تورونه د هغه خلاف د خلکو د راپارولو لپاره استعمال کړی شوي وو.

نن چې د مشال خان د مړینې اووم تلین دی نو د هغه په یاد د خېبر پښتونخوا صوبې د کومې برخې د کومې سترې غونډې جوړېدو اطلاع مخې ته نه ده راغلې خو په ټولنیزو رسنیو بیا ګڼو فعالینو په دې ورځ د مشال خان یادونه کړې ده اؤ د هغه وژنه یې د مذهب تر نامه لاندې ترسره شوی یو ستر جرم بللی دی.

د جنېد خان لاله په نوم د ټولنیزو رسنیو یو فعال په فېسبوک لیکلي په نن ورځ جذباتي انتها پسند د علم اؤ رڼا مشال ، مشال خان د کفر په تور وژلی وو.

هغه لیکلي" انسانان مړه شي،خاورې شي خو نظریې نه ختمېږي،نظریه ژوندۍ وي،مشال خان په اخري وخت کې هم خپلو قاتلانو ته ویل چې ما روغتون /هسپتال ته بوځئ،زه مسلمان یم خو جابر اؤ ظالم مخلوق هغه "شهید" کړو"

جنېد خان لاله مخکې مخکې لیکي چې په دې ټولنه کې خلک یوازې په دې تور وژل کیږي چې دا مسلمان نه دی ،نه ورسره څه ثبوت وي اؤ نه ایین ،قانون اؤ اسلام دوي له اختیار ورکړی چې د تحقیق نه بغیر څوک ووژني.

د پېښور یو ځایي خبریال حضرت یوسف وایي ، د مشال خان د وژنې د پېښې د پلټنو رپورټ کې که هرڅو دا حقایق مخې ته راغلي وؤ چې مشال خان په ناحقه تورونو مذهبي تندلارو وژلی خو هغه وایي چې نن هم پاکستان کې د مذهب په نوم د وژنو لړۍ نه ده تم شوې اؤ د مشال خان له وژل کیدو راپډیدخوا هم یو شمیر خلک د مذهب د سپکاوي په تورونو وژل شوي دي.

ښاغلی یوسف وایي په پاکستان کې هر څوک دا مني چې د مذهب د سپکاوي د قانون نه ناسمه استفاده کیږي خو وایي دا جرایت حتی په پارلیمان کې هم څوک نه شي کولی چې په دې قانون کې د بدلون خبره وکړي.

د نوموړي په وینا "دلته تندروه فکر دومره ځېلې کړي چې په دې قانون خبره کول هم د مذهب سپکاوی ګڼل کیږي اؤ دا به تر هغې وي تر څو چې مذهبي مشرانو یا دیني عالمانو خلک پوهه کړي نه وي چې دا قانون کوم خدایي قانون نه دی بلکې انسانانو په ځمکه جوړ کړی دی اؤ ترمیم پکې هیڅ ګناه نه ده"

تېرکال د ستمبر په میاشت کې د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو قایمه کیمټۍ کې د مذهب د سپکاوي قانون کې په بدلون خبرې شوې وې خو ددغه کمیټې مشر سینیټر ولید اقبال په هغه مهال ډیوه ته ویلي وؤ چې په غونډه کې د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلون د وړاندیز سره مخالفت ښودل شوی.

د عمران خان اپریدي په نوم یو فعال په فېسبوک د مشال خان د مور د خبرو ویډیو خپره کړې ده چې پکې د مشال خان مور د هغه لمحو یادونه کوي چې د خپل ځوي مړي ته ناسته وه.

د مشال خان مور وایي هغې چې مشال خان ولیدو نو پشا ترې لاړه او وي ویل چې" دا زما مشال خان نه دی ، ما خپل مشال ډیر ښایسته لېږلی ؤ یونیورسټۍ ته ، بیا چې مې د هغه لاس په لاس کې ونیوؤ نو هغه ګوتې یې ورله ماتې کړې وې چې هغه پرې ښایسته،ښایسته لیکل کول".

د مشال خان خور ستوریه خان مشال هم پر ایکس په یو پوسټ کې لیکلي، چې "د خپل ګران ورور" مشال خان په خپل مرګ سره د دوی په ژوند کې د هیلو مشال بل کړی او وایي د هغه د تلین ورځ ورته "د وحشت یو غیرانساني عمل" ور یادوي:

د مشال خان اووم تلین په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس ګڼل شمیر کسان وژل شوي، ځورول شوي ، نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي دي.

د مارچ په 19مه هم د پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ښار يو عدالت هغو دوو زده کوونکو جينکو ته د مرګ سزا او شل، شل لکه روپۍ جرمانه اورولې وه، چې ‏خپله د مدرسې استاذه یې په 2022l کال کې د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وه.‏

تر دې وړاندې د روانې مارچ میاشتې په پیل کې هم د پنجاب د ګوجرانواله ښار یو عدالت په دوو جلا مقدمو کې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په تور یو 22 طالبعلم ته د مرګ سزا او یو بل ځوان هلک ته د عمر قید سزا واوروله.

د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون له مخې څوک چې په دې هېواد کې د مذهب یا د مذهبي هستیو په سپکاوي مجرم و پېژندل شي هغه ته د مرګ سزا اورول کېدای شي.

خو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو خصوصاً په پنجاب صوبه کې د مذهب له سپکاوي سره مخ تن ته اکثر عدالتونو لا د قید یا مرګ سزا نه وي اورولې او یواځې پر هغه لګېدلی تور توندروه خلک د هغه خلاف را وپاروي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا له 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه 1415 کسان د توهین مذهب په تور نیول شوي چې په کې 89 کسان وژل شوي. په وژل شوو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارینه دي. په دغو تورنو کسانو کې اکثریت مسلمانان دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG