لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاسو به په بازار کې د يوې پيالۍ چای پیسې څنګه ورکوئ؟


پيالۍ چای به څنګه اخلئ؟ تاسو، په ظاهره، دې ساده پوښتنې ته په ځواب ورکولو چورت اوهئ. که ځواب يې درسره وي نو ياد يې ساتئ او يا يې په کمنټس کې وليکئ. خو داقتصادي پرمختياو نه خبر خلک به دې ته څنګه ځواب وايي؟

دا پوښتنه چې کله دلته په واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي کې د نړيوالې مالي ادارې اي اېم اېف مشرې کرېسټين لګار‌‌‌‌‌‌ډ د بدلو سيمو د مرکزي بېنکونو د مشرانو نه وکړه نو د هغوي ځوابونه يو شان نه وو.

د پرمختللې سيمې بينکي مشرانو ووېل چې د يوې پيالۍ چای پيسې به په کرې‌‌‌‌‌‌ډېټ کار‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي. بل ووېل چې په اڼټرفېس به د کرې‌‌‌‌‌‌ډټ کار‌‌‌‌‌‌ډ نه پيسې ورکوي. او د افريقا نه راغلي د يو مرکزي بېنک مشر وويل:

"که په امريکا کې يم نو يوه پيالۍ چای به په کرې‌‌‌‌‌‌ډټ کار‌‌‌‌‌‌ډ اخلم او که په خپل وطن کې يم نو بيا به يې په نقدو"

کېدای شي هم دې ته ورته ځواب د افغانستان او د پاکستان د بېنکونو مشرانو هم ورکړی وی خو د اي اېم اېف او د نړيوال بېنک د سپرلي په غونډو کې په دغه بحث کې هغوي ناست نه وو.

د اي اېم اېف د مشرې کرېسټين لګار‌‌‌‌‌‌ډ د دې ساده پوښتنې او دې ته بدل ځوابونه په نړۍ کې د اقتصاد، شتمنۍ او باورتيا بېلابېل مخونه ښکاره کوي. دا ښيي چې کومو سيمو کې اقتصاد ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ او په مخکې تللی او چرته اوس هم حساب کتاب د پخوا په شان په کاغذ قلم يا په يادو کېږي.

بل مطلب يې دا دی چې ايا ستاسو هېواد او يا تاسو خپله دومره شتمن يئ چې بېنک هم درباندې باور وکړي او د چا نه چې چای اخلئ هغه هم ستاسو په جېب کې پروت پلاسټکي کار‌‌‌‌‌‌ډ (کرې‌‌‌‌‌‌ډټ کار‌‌‌‌‌‌ډ) اومني. يا دا چې ستاسو په ښارګوټي يا کلي کې بېنک او چايو والا دومره ‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ شوي هم دي چې کرې‌‌‌‌‌‌ډټ کار‌‌‌‌‌‌ډ قبول کړي؟

‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ کاروبار_يو ګام نور مخکې‌‌‌‌‌‌

په ‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ اقتصاد کې د پرمختللو هېوادونو اولس او بېنکي سسټم نورې هم پښې غزوي. په انټرنټ کاروبار کول اوس نزدې عادي خبره ده.

دا کار اوس په کور کې ناست نزدې هر کس کولی شي. په کور کې ناست تن په انټرنټ باندې انلاين شيان ګوري او چې د کوم ځای نه يې زړه غواړي نو ځان ته جامې، پېزار، بېن‌‌‌‌‌‌ډۍ، ټېپر، الو او د کوم رېسټورنټ نه تازه او تاوده خواړه غوښتلی شي. دا هر څه ‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ کاروباري سسټم ممکن کړل. خو ځيني اولسونه دې نه هم وړاندې تلي دي.

اي اېم اېف دغه ‌‌‌‌‌‌ډول پوښتنه په ټوېټر هم اچولې وه. او تاسو به حېران شئ چې زياتره خلکو د کاروباري سوداګانو لپاره بېخي بله لاره خوښه کړې وه.

اکثرو ويلي وو چې که دوی يوه پيالۍ چای اخلي نو بيعه به يې په کرېپټو کرنسي کې ورکوي. په نورو ټکو کې هغوي غوښتل چې ذ پيالۍ چای پيسې به د کرېپټو کرنسي د لارې ورکوي.

کرېپټو کرنسي د نوي نسل او د نوي ‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ مالي راکړې ورکړې لپاره هغه اکايي ده چې وجود نه لري. دا ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل دولت دی چې ان لاين وجود لري. او د اېشياپه ځينو ځايونو لکه سېنګاپور او هانګ کانګ کې يې خلک لکه د نقدو پيسو يا کرې‌‌‌‌‌‌ډېټ کار‌‌‌‌‌‌ډ برابر مني.

په ‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ کاروبار کې تاسو چرته ښکارئ؟

په جېب يا بټوه کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې پيسې ساتل د چا نه وي خوښې؟ هر څوک غواړي چې جېب يې په نوو نوټونو پړسېدلی ښکاري.

په پاکستان او افغانستان کې اوس هم په جېب کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې پيسې ګرځول نزدې يو فېشن او د شتمنۍ نښه ګڼل کېږي. خو د پرمختللي اقتصاد په کاروباري چوکاټ کې دا ښيي چې تاسو د ‌‌‌‌‌‌ډېجېټلايز‌‌‌‌‌‌ډ اقتصاد نه اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډېر لرې يئ.

دا ښيي چې ستاسو په اقتصاد کې برخه اخوستونکي، د بېنک نه واخله تر د چايو د دوکاندار پورې، ټول لوبغاړي په يو بل باور نه کوي. او دا چې نه داسې باوري بېنکي سسټم شته او نه داسې باوري ګټه يا امدن شته چې بېنک او ممکنه شتمن کس په يو بل باور وکړي او د کاروبار لپاره د پيسو لېن دېن په پلاسټکي کار‌‌‌‌‌‌ډ يعني په کرې‌‌‌‌‌‌ډېټ کار‌‌‌‌‌‌ډ پېل کړي.

دپاکستان او افغانستان ځيني مالي ادارې، شرکتونه ، هوټلونه، او کېدای شي ځيني دوکانونه، په کار‌‌‌‌‌‌ډونو کاروبارونه کوي خو داسې ‌‌‌‌‌‌ډول اسانتياوې اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې محدود دي. د ګټې وټې ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک اوس هم په جېب کې کرې‌‌‌‌‌‌ډېټ کار‌‌‌‌‌‌ډ نه لري او نه هم دوکانونو سره دا سسټم شته چې په کار‌‌‌‌‌‌ډ سودا خرڅه کړي. کرېپټو کرنسي خو لا ‌‌‌‌‌‌ډېره لرې خبره ده.

[ که دې رپوټ ستاسو معلومات زيات کړي وي نو لايک يې کړئ، ملګري سره يې شريک کړئ، ټويټ يې کړئ او کمنټ هم وکړئ. مننه]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG