د اسلام اباد هايکورټ د پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي خواست منظور کړی او د اسلام اباد له بني ګاله څخه اډياله زندان ته د هغې د منقل کولو حکم یې کړی دی.
په زندان کې د عمران خان د خونديتوب په اړه پوښتنې په ځواب کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو ميلر ویلي، امریکا د پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د هر بندي ساتنه او امنيت غواړي، او هر بندي بنيادي بشري حقونه لري.
بشرا بي بي د بني ګاله نه اډياله جېل ته د منتقل کېدو خواست کړی وو. د اسلام اباد هايکورټ جسټس میا ګل حسن اورنګزېب نن فېصله واورله، یاده فېصله یې تېره اوونۍ محفوظ کړې وه.
عمران خان هم په اډياله زندان کې بندي دی.
پرون د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویاند نه په خبري کانفرنس کې پوښتنه شوې چې د امریکې سېنېټر چک شومر پاکستاني سفير سره ليدلي، او ورته یې ويلي وو چې په زندان کې د عمران خان خونديتوب د امریکې ترجيح ده، په ځواب کې ميلر ويلي، هغه په دغه ليدنه او بحث معلومات نه لري، خو امریکا د پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د هر بندي ساتنه او امنيت غواړي، او هر بندي بنيادي بشري حقونه لري.
هغه په پاکستان کې د امریکې د سفير ډانلډ بلوم په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر عمر ايوب خان او نورو غړو سره د ليدو ويلي چې په په ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې شوي دي، هغه بيا ويلي هر سياسي ګوند ته احترام لري او بشري حقونه ورله غواړي.
د جنورۍ په 31مه نېټه بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضيه کې 14 کاله سزا اورولې وه، او هغه بيا په خپله اډياله زندان ته تللې او بيا د زندان نه بني ګاله ته منتقل کړل شوې او بني ګاله ورته سب جېل ګرځول شوی وو.
د فرورۍ په مياشت کې بيا بشرا بي بي د بني ګاله زندان ګرځولو ضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو.
عمران خان تور لګولی وو مېرمن ته يې په بني ګاله کې زهر ورکول کيږي. بيا د عدالت په حکم طبي معاينه شوې او د هغوی صحت سم ګرځول شوی وو.
تېره مياشت اسلام اباد هایکورټ د توشه خانې په مقدمه کې پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته اورول شوې 14,14 کاله د قېد سزاګانې معطل کړې وې.
خو د روان کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په جرم کې عدالت د 7، 7 کالو د بند سزا اورولې وه.
د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.
Forum