لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلګت بلتستان: مخالفه ګوندونه په تحریک انصاف د درغلیو تورونه لګوي خو انتخابي‌ کمېشن یې ردوي


په ګلګت بلتستان کې د انتخاباتو وړاندې حکومت مخالفه سیاسي پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن په شمول نورو ګوندونو تور لګولی چې تحریک انصاف ګوند د ټاکنو لپاره جوړ قانونو سرغړونه کوي او د انتخاباتو وړاندې یې دغه فعالیتونو په انتخاباتو کې درغلي بللې.

په ګلګت پلتستان کې د پاکستان پیپلز پارټۍ ویاندې سعدیه دانش وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ویلي، د کال ۲۰۱۸م د ټاکنو د قانون (اېکټ) ترمخه د انتخاباتو وړاندې کوم یو وفاقي وزیر یا حکومتي غړی نه شي کولی، د انتخابي کمپاېن په لاریونونو او غونډو کې ګډون او یا وینا وکړي.

سعدیه دانش تور لګولی، د تحریک انصاف ګوند وفاقي وزیران د څو ورځو راهسې په سیمه کې د خپلو کاندیدانو سره په کمپاېنونو کې نېغ په نېغه برخه اخلي. او وزیراعظم عمران خان هم د اتوار په ورځ د سیمې سفر کړی.

سعدیه دانش دغه ګام د ټاکنو وړاندې درغلي بللې او زیاته کړې یې ده،‌ د انتخاباتو کمېشن یې پرې خبر کړی خو تر اوسه پرې هیڅ غور نه دی شوی.

دګلګت بلتستان د ټاکنو کميشن مشر يا چيف اليکشن کمشنر راجه شهباز خان د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت دغه تورونه رد کړي او وايي: ” د ټاکنو کميشن په مکمله توګه تياريانې نيولي چې د درغليو پاکې او ازادې ټاکنې ترسره کړي.“

نوموړي زیاته کړې د ټاکنو روڼ نظام په خاطر د څارنې لپاره یې کېمرې هم لګولي دي.‌

خو د پيپلز ګوند د مرکزي قيادت او ځايي مشرانو له لوري ويل کيږي، انتخابي کمېشنبېوسه دې او نه شي کولی چې ټاکل شوی قانون او قاعدې عملي کړي.

ګلګت بلتستان کې د پیپلز ګوند ویاندې سعديه دانش زیاته کړې، د حکومت لخوا په سیاسي غونډو کې اولس ته د کړوړونو روپو اعلانونه کیږي او په بدل کې د اولس نه د رايو غوښتنه کیږي.

میرمن دانش تور لګولی چې وفاقي وزیر علي امين ګنداپور د ګورنر ماڼۍ نه د تحریک انصاف ګوند سیاسي دفتر جوړ کړی او هم دغلته په ټاکنو کې د درغلیو پلانونه جوړیږي.

په ګلګت بلتستان کې د نومبر په ١٥مه نيټه د سيمې د قانون ساز اسمبلۍ ٢٤ څوکیو لپاره ټاکنې ترسره کیږي او د پيپلز ګوند چيرمين بلاول بهټو زرداري هم د کمپاين لپاره ه د ٢٢م اکتوبر سخه د ګلګت بلتستان بيلا بيلو سیمو په سفر دی.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG