لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

کال نوی شو خو فاټا زړه په زړه

ځيني قبايلي، سياسي او مذهبي مشران يې 'ازاد قبايل' بولي خو د ۲۰۱۸م کال د لمر له را ختلو سره د فاټا اولس د انګرېز د ۱۹۰۱م تر تور قانون لاندې ۱۱۶ کاله ژوند وکړو.

په ځمکه يا رقبه د اسرايلو برابر او په ابادۍ کې په يورپ او يوريشيا کې د پرتو يو شمېر هېوادونو نه لويه فاټا کې، د نړۍ د منل شوو نزدې ۲۰۰ ملکونو نه د يو چا اساسي قانون هم په فاټا کې وجود نه لري.

پاکستان د نزدې ۱۰و ملينو پښتنو [حکومتي شمېره پينځه ملينه] کور فاټا، د انګرېز ميراث ګڼي. خو فاټا ته اساسي قانون نه ورکوي. د هغه وخت د هند واکمن فرنګي فاټا ته د نور هېواد نه جلا امتيازي او غير انساني قانون ورکړی وو. پاکستان تر اوسه د دغه قانون غېر انساني او د جبر ‌‌‌‌‌‌ډکې برخې پر ځايی ساتلي.

دلته 'ازاد قبايل' د يو حکومتي افسر، پوليټيکل اېجنټ، په مرضۍ ژوند کوي. چې هغه وايي اسمان شين دی نو شين او چې وايي ورېځ ده نو ورېځ.

د هغه فيصله اخري وي. او که وغواړي نو د يو تن د ګناه سزا د هغه ټولې قبيلې ته ورکولی شي. د دغه چارواکي په مقابل کې د فاټا سړي سره د وکيل، دليل او اپيل حق نشته.

دې نه به تېر شو چې د فاټا سره به په اينده کې څه اوشي؟ خو که يواځې دا پوښتنه اوشي چې که د فاټا اولس بله هره شپه او ورځ د غېر انساني تور قانون لاندې تېروي نو د اوږده خوبه را پاڅېدلي قبايل به د چا ګرېوان ته لاس اچوي؟

د قبايلو 'ازادي' د ۹/۱۱ د ترهګرۍ د پېښو وروسته لا نوره تر پښو لاندې شوه. د بهر نه ورغلو القاعده، حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې، ختيځ ترکستان تحريک، د ازبکو اسلامي تحريک، پنجابي او پښتنو طالبانو په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه په فاټا کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې. تر ننه پورې امريکا او افغانستان باور کوي چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانستان پرضد د ترهګرۍ پلانونه جوړوي. دا هرڅه د قبايلو نه د پوښتنې بغېر کېږي او ځايي 'ازاد قبايل' يې په ورو ورو د کورونو نه بې کوره کړل.

د ۹/۱۱ وروسته په فاټا کې نوې لوبه جوړه شوه، جګړه د پېسو گټلو پلمه شوه. او د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره په زرګونو پاکستاني پوځيان فا ټا ته ورغلل. په ۲۰۱۵م کې د نومبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ پخواني وياند لفټننټ جنرل عاصم باجوه واشنګټن کې وويل چې په ټوله نړۍ­­ کې د بل هرهېواد نه زيات د پاکستان پوځيان په فاټا کې د ترهګرو پر ضد جګړه کې بوخت دي. هغه وخت پوځي وياند په فاټا کې د پرځای کړل شوو ځواکونو شمېره ۱۸۷۰۰۰ ښودې وه.

د پوځ او ترهګرو تر منځ جګړه کې ازاد قبايل ترننه پورې لکه د پښو نه د تړل شوو چرګوټو په شان بې وسه دي او د هر ‌‌‌‌‌‌ډول بشري حقونو د سرغړونو ښکار شوي دي.

د وخت تېریدلو سره په فاټا کې پټې شوې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې دومره پياوړې شوې چې نړۍ ترې خطر احساس کړو. د غېر دولتي ادارو د شمېرو تر مخه د ترهګرو پر ضد په فاټا کې د ۲۰۰۴م راسې ۳۰۰و نه زياتې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې شوي خو د 'ازادو قبايلو' بېوسي هر چا ته معلومه ده. دا د نړۍ په کومه يوه سيمه کې تر ټولو زياتې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې دي.

د فاټا د اولس د ازادۍ يو بل اړخ— د فاټا نه منتخب د پاکستان پارلماني غړي د نور هېواد په اړه قانون سازي کولی شي خو د خپلو خلکو لپاره يې لاسونه تړل شوي دي.

د فاټا اوسنی قانون، اېف. سي. ار، خپله هم د پښتون فطرت پر ضد دی. دا قانون په پښتنو کې د امتياز او تبعيض په اساس ولاړ دی. د کلي ملک صېب ځان ازاد ګڼي او په قانوني پنجره کې ګېر نور د کمترۍ احساس کوي. دا د ازادۍ نخښه نه ده.

قبايلو ته دغه په نامه ازادي هغه وخت نوره هم ښه ورمالومه شي کله چې د ټانک نه واڼا او يا د بنو نه ميرام شاه ته ځي. هر تن د ۱۰ن نه ۱۵و پوځي چېک پوسټو نه ورتېرېږي. خو بيا هم ځيني وايي چې قبايل ازاد دي.

کال ۲۰۱۷م په فاټا کې د سياسي فعاليتونو کال وو. اکثريتي سياسي ګوندونو غوښتل چې فاټا په څېرمه خېبر پښتونخوا کې ورګ‌‌‌‌‌‌ډه شي. د حکومتي اصلاحاتي کمېټۍ رپوټ هم ليکلي چې د فاټا اکثريت د خېبر پښتونخوا سره يو ځای کېدل غواړي. يواځې دوه ګوندونه، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او مذهبي سياسي ګوند جميعت علما اسلام (ف) په فاټا کې اصلاحات غواړي خو د فاټا د راتلونکي په اړه غوښتنه کوي چې د فاټا د اولس څخه دې پوښتنه اوشي.

خو په ټول کال کې د دواړو خواو غوښتنو ته عملي شکل ورنه کړل شول.

کال تېر شو او د فاټا د راتلونکي په اړه برياله ‌‌‌‌‌‌ډله افسر شاهي (پوليټيکل اېجنټ) پاتې شوه. ترهګر په ځای پاتې شول، پوځ پر ځای پاتې دی. او تور قانون هم لا د فاټا د خلکو په مریو خپلې منګولې ښخې کړي دي.

دې نه به تېر شو چې د فاټا سره به په اينده کې څه اوشي؟ خو که يواځې دا پوښتنه اوشي چې که د فاټا اولس بله هره شپه او ورځ د غېر انساني تور قانون لاندې تېروي نو د اوږده خوبه را پاڅېدلي قبايل به د چا ګرېوان ته لاس اچوي؟

اخيري خبره: افغان چارواکو په دې ورستیو کې ويلي دي د فاټا د اولس فېصله به مني.

See all News Updates of the Day

پاکستان وایي، افغان طالب چارواکي یې د ګډې پولې په وضعیت له خپلو اندېښنو خبر کړي دي

د افغانستان اؤ په پاکستان په ګډه پوله دې وروستیو کې د رامنځته شوي تاو تریخوالي‌ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي، پاکستان په پوله د رامنځته شوؤ حالاتو په اړه افغان چارواکي د خپلو اندېښنو نه خبر کړي دي.

تېره اوونۍ په مطبوعاتو کې داسې ناتاییده رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې د پاکستان ډرون الوتکو د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو ځالې په نخښه کړي اؤ د ټي ټي پي وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغې پېښې راپدیخوا له افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پاکستان په پوځیانو مرګونو بریدونو کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ اؤ هم د پاکستان د کورمې ضلعې اؤ د افغانستان په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ ډزو کې د مرګ ژوبلې اطلاعات هم مخې ته راغلي وؤ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوځ د پریس بریفنګ په مهال ویلي پاکستان د افغانستان د خودمختارۍ ملاتړی دی اؤ تل یې ورسره ښې اړیکې غوښتي دي.

د یوې پوښتنې ځواب کې ویاندې ویلي چې د پولې د وضعیت په اړه پاکستان د خپلو اندېښنو نه افغان چارواکي خبري کړي دي.

د یوې پوښتنې ځواب کې ویاندې ویلي دي چې پاکستان د خپل امنیت مخې ته د راولاړې هرې سیمه ییزې خطرې مقابلې ته چمتو دی.

ایران سره د پاکستان د اړیکو په اړوند ویاندې ویلي چې پاکستان ایران سره پیاوړې د ورورولۍ اړیکې لري اؤ پاکستان ته د ایران د صدر په وروستي سر کې دواړو هیوادونو په یو شمیر تړونونو لاسلیکونه کړي دي.

ویاندې د ایران د چاه بهار بندر هند ته په ټېکه د ورکولو په اړوند پوښتنې ته ځواب کې ویلي مونږ د هند اؤ ایران تر منځ په هیڅ معامله غبرګون نه ښایو ځکه چې دا د دواړو هیوادونو کورنۍ معامله ده.

هغې د هندي چارواکو لخوا د پاکستان په اړوند وروستیو بیانونو ته خپل غبرګون کې وویل پاکستان د هندي چارواکو لخوا لګول شوي بې اساسه تورونه په کلکه ردوي اؤ دا چې پاکستان د خپل امنیت اؤ د هر رقم سیمه ییزې خطرې مقابلې ته په بشپړ ډول چمتو دی.

آي ایم ایف د پاکستان لخوا په پورونو باندې درانه ورکونکي سودونه د پاکستان په معیشت یو ستر بار بللی

نړیوالې مالیاتي ادارې(آي ایم ایف) د پاکستان سره د پور په نوي پروګرام خبرو کې د پاکستان په ذمه په ورپورې پورونو درانه سودونه ورکول د پاکستان په معیشت یو ستر بار بللی دی.

د پاکستان جیوز نیوز رسنۍ د جمعې په ورځ د سرچینو له خولې ویلي، آي ایم ایف ته ویل شوي چې د پاکستان په پورونو د سود ورکړه د وفاق د خالصې ګټې څخه هم اوښتې ده اؤ د سود دا پیسې د وفاقي حکومت له خالصې ګټې 205 اربه روپۍ زیاتې دي.

سرچینې وایي آي ایم ایف ته د پاکستاني چارواکو لخوا ویل شوي چې په وړومبیو 9 میاشتو کې په کورنیو اؤ بهرنیو پورونو 5 زره اؤ 518 اربه روپۍ سود ورکړل شوی اؤ د جولاي نه تر مارچ میاشتې پورې د وفاقي حکومت ټول خالص امدن 5 زره اؤ 313 اربه روپۍ ریکارډ کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د آي ایم ایف اؤ پاکستاني چارواکو تر منځ د پور په نوي پروګرام روانو مذاکراتو کې نړیوالې مالیاتي ادارې په پاکستان ټینګار کړی چې خپل لګښتونه باید راکم کړي اؤ ویلي یې دي چې راتلونکي مالي کال کې اندېښنه ده چې په قرضونو ورکړل کیدونکی سود 9 زره اؤ 787 اربه روپو ته لوړ شي.

سرچینې وایي دې مذاکراتو کې ویل شوي چې روان مالي کال کې په قرضونو ورکړل کیدونکی سود 8 ززه اؤ 371 اربه روپو ته رسیدای شي اؤ د روان مالي کال د هدف په مقابله کې په سود د یو زر اؤ 68 اربه روپو د اضافي لګښتونو اندېښنه شته.

آي ایم ایف ته ویل شوي چې سږکال بجټ کې په پورونو د سود ورکولو هدف 7 زره اؤ 303 اربه روپۍ اېښودل شوی ؤ.

سرچینې وایي چې آي ایف ایم بې کچه لوړ مالي ضرورتونه د سود د لوړې کچې د پورونو د پایدارۍ لپاره یو ګواښ بللی دی .

سرچینې وایي دې مذاکراتو کې ویل شوي چې راتلونکي مالي کال کې به د پورونو کچه 1.72 فیصدي راکمه اؤ 70 ته به را وغورځېږي.

پاکستان سره د پور په نوي پروګرام د خبرو اترو د لمړي پړاؤ لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د تکنیکي پوهانو پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې پاکستان هڅه کوي له آي ایم ایف سره د 6 نه نیولی تر 8 اربو ډالرو د پور یو نوی تړون وکړي چې موده به یې درې کاله یا تر دې هم اوږده وي.

د پاکستاني مطبوعاتو له مخې د پاکستان د راتلونکي کال د بجټ شمیر شمیرې پاکستاني چارواکو آي ایم ایف ته سپارلي دي.

د بیلابیلو پاکستاني رسینو د رپورټونو له مخې آي ایم ایف ته سپارل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې پاکستان راتلونکي بجټ کې د ابتدایي لګښتونو اټکل 24 زره اؤ 710 روپۍ شوی دی اؤ د حکومت د روانو لګښتونو اندازه بیا 22 زره اؤ 37 اربه روپۍ لګول شوې ده.

اي ایم ایف ته ورکړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې د راتلونکي مالي کال د وفافي پرمختیاي بجټ حجم به 2 زره اؤ‌590 اربه روپۍ وي.

شمیرو کې ویل شوي چې راتلونکي وفاقي بجټ کې به د رعایتونو لپاره یو زر اؤ 509 اربه روپۍ اېښودل کیږي اؤ د انرژۍ په څانګه کې د اسانیو ورکولو لپاره د 800 اربه روپو اټکل شوی دی.

د بجټ شمیرو کې ویل شوي چې راتلونکي مالي کال کې د حکومت د ټول امدن اندازه 15 زره اؤ 424 اربه روپۍ ده اؤ راتلونکي مالي کال کې د ټیکسونو له لارې د 11 زره اؤ‌113 اربه روپو راټولولو اټکل شوی.

د کرکټ شل اوريزه نړيوال جام (اي سي سي ټي ټونټي ورلډ کپ) د امريکا په نيويارک ښار کې د جون له دریمې پيلیږي

دا لومړی ځل دی چې په امريکا کې د کرکټ د نړيوال کپ سیالۍ کېږي د کوم لپاره چې د نیویارک ایالت په ناسا کاونټۍ کې يو عارضي لوبغالی يا مېدان جوړ کړل شوی دی.

په دې لوبغالي کې د 40زره کسانو د ناستې انتظامات شوي دي.

د ناسا کاونټۍ مشر يا کاونټي اېګزېکټېو بروسي بلېک مېن په وينا دا لوبغالی په 90 ورځو کې تيار کړل شوی.

د پاکستان او هندوستان ترمنځه سيالي به په همدې لوبغالي کې د جون په نهمه وي او دا د نړيوال جام تر ټولو لويه سيالي بلل کېږي ځکه چې د کرکټ په مېدان کې پاکستان او هندوستان روايتي رقيبان دي.

بروسي بلېک مېن وايي، کوم خلک چې په لوبغالي کې د لوبې نه محرومه وي، دوي ته به لويې لويې سکرينونه لګوي او په ځانګړې توګه د پاکستان او هندوستان لوبه به نېغ په نېغه د دغه سکرين له لارې ښودل کېږي.

د پاکستان کرکټ ټيم پخوانی کپتان شعېب ملک هم دا وخت په امريکا کې دی او وايي په امريکا کې په لومړي ځل د کرکټ نړيوال جام کېږي، دا يوه نوې تجربه ده خو د امريکا له خوا چې کوم انتظامات شوي دي، دا د ډاد وړ دي۔ ټول خلک به د پاکستان او هند لوبې ته په تمه وي.

شعېب ملک وايي، د لوبغالي پِېچ جوړوونکې د اسټرېليا دي نو هيله ده دلته به هم د اسټرېليا په رنګ تېزه لوبه کېږي.

په نيويارک کې د پاکستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزی وايي په امريکا کې د کرکټ نړيوال جام يو تاريخ جوړوي، د پاکستان نه هم يو شمېر خلکو ته بلنې تللي، دوي تيار دي چې د خپلې لوبډلې هرکلی وکړي او هيله څرګندوي چې د لوبو په ذريعه به د نورو هېوادونو سره د ملګرتيا جذبې لا مضبوطې شي.

د ځايي خلکو په وينا کرکټ په يو وخت کې د امريکا مشهوره لوبه وه خو بيا لويه موده دا هېواد د دې لوبې محرومه ؤ خو اوس يو وارې بيا د امريکا خلکو ته دغه موقع ورکول کېږي.

دا ځل د ټي ټونټي يا شل اووريزه نړيوال جام کې د امريکا پشمول شل لوبډلې برخه اخلي او دا لوبې په امريکا او ويسټ انډيز کې د دریم جون نه تر 29م جون روانې وي.

په دې سياليو کې پاکستان، افغانستان، امريکا، هندوستان، اسټرېليا، بنګله دېش، کېنېډا، برطانيه، ايرلېنډ، نميبيا، نيپال، نېدرلېنډ، نيوزي لينډ، عمان، پاپوا نيو جينيا، سکاټ لېنډ، سويلي افريقا، سري لنکا، يوګنډا او د ويسټ انډيز لوبډلې برخه اخلي.

کراچۍ: سي ټي ډي ویلي فرقه ييزه وژنو کې زېنبون ډله ککړه ده

د پاکستان د سيند صوبې سي ټي ډي پوليسو ويلي، په کراچۍ کې په تيرو څو مياشتو کې په فرقه ييزه هدفي وژنو کې لاقانونه ګرځول شوې زېنبون ډله ‏ککړه معلومه شوې ده.‏

د سي ټي ډي پوليس مشر (ډي ای جي) اصف اعجاز شېخ پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې خبري غونډه کړې او ويلي يې دي، د تېر کال ‏ستمبر څخه د روان کال فرورۍ پورې لاقانونه ګرځول شوې زېنبون ډلې په کراچۍ کې ‏‎17‎‏ تنه په فرقه يیزه بنيادونو وژلي دي.‏

هغه ويلي د تېر کال په وروستيو او روان کال په پيل کې د هدفي وژنو پېښې سېوا شوي، او چې سي ټي ډي بيا د دغو پېښو پلټنې پيل کړې، نو معلومه ‏شوه چې د ستمبر ‏‎2023‎م نه تر ‏‎21‎مې فرورۍ پورې ‏‎17‎‏ تنه په فرقه ييزه بنیادونو وژل شوي دي.‏

هغه زياته کړې په تکنيکي شواهدو او فارنزک کې معلومه شوې چې په دغو فرقه ييزه وژنو کې لاقانونه ګرځول شوې ډله زېنبون ککړه ده، او د يادې ډلې د ‏مشر پېژندګلو د سيد حسېن موسوي عرف مسلم په نوم شوې څوک چې په بهر ملک کې مېشت دی هغه د هدفي وژنو دباره پېسې او نورې اسانتياوې ‏برابروي.‏

هغه ويلي، په زندان کې د بندي دوه کسانو (وقار عباس او حسېن اکبر) نه د پلټنو په وخت ورته دغه معلومات ترلاسه شوي، په هدفي وژنو کې درې ټيمونه ‏ککړ وو او د دوی غړي به د ګلګت بلتستان نه راتلل.‏

د نوموړي په وينا، د اهل سنت والجماعت ډلې د غړو د وژنو د پېښې وروسته پلټنې پيل کړل شوې او په دغو وژنو کې د زېنبون ډله ککړه معلومه شوې ده.‏

د سي ټي ډي په خبر پاڼه کې ويل شوي د ‏‎13‎‏ کسانو نومونه ليکل شوي چې يادې ډلې زېنبون وژلي دي او خواوشا د ‏‎11‎‏ نه زيات یې ژوبل کړي دي.‏

ويل شوي، د يادې ډلې يا نېټ ورک په سهولت کارۍ او څارنه کې ‏‎23‎‏ کسان شامل دي، او هدفي وژنې ظفر ګلګتي، انعام ګلګتي، عقيل ګلګتي او ‏محمدعلي ګلګتي کړي دي.‏

له دې وړاندې د جنورۍ او د تېر دسمبر په میاشت کې سي ټي ډي په کراچۍ کې د زېنبون د درېو ترهګرو د نيولو دعوه کړې وه.‏

د پاکستان حکومت روان کال د مارچ په ‏‎29‎مه زېنبون بريګېډ لاقانونه ډله ګرځولې وه.‏

رپورټ: پاکستان کې د بهر ملکيانو په هدف کېدو پېښې سېوا شوي

د پاکستان حکومت ويلي، د جنورۍ ‏‎2023‎‏ نه تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ په ‏‎2000‎‏ بریدونو کې د ‏‎1200‎‏ نه زيات کسان وژل شوي او په لسګونو ‏نور ژوبل شوي دي.‏

ويل شوي په ملک کې د انتهاپسندۍ يا توندلاريتوب د مخنيوي دپاره د کورنيو چارو وزارت د قامي پاليسي په اړه يوه مسوده د منظورولو دپاره کابینې ‏ته لېږلې ده.‏

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په وروستيو کې په قامي اسمبلۍ کې په ليکلې بڼه يو ځواب کې ويلي، په بهر ملکيانو کې په اووه بریدونو کې چينايي ‏وګړي په نخښه کړل شوي دي.‏

د وي او اې اردو ترمخه، په رپورټ کې ويل شوي، د کال ‏‎2020‎م راهسې تراوسه پورې په بهر ملکیانو او په ځانګړي ډول چينايي وګړو اته حملې شوي دي.‏

په ليکلي بڼه ځواب کې ویل شوي، په بهر ملکیانو ترسره شوو بريدونو کې تر ټولو زیات چينيايان په هدف کړل شوي خو په دغو حملو کې د وژل شوو ‏بهرنيانيو شمېره نه ده ښودل شوې.‏

د کورنيو چارو وزارت ويلي، په دغو حملو کې د دوه امنيتي اهلکارو په ګډون ‏‎24‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎38‎‏ نور ژوبل شوي دي. په وروستيو کې په کراچۍ ‏کې په يو بريد کې جاپانيان په نخښه کړل شوي وو.‏

ويل شوي، وسله والو په سيند صوبه کې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) باندې کار کوونکو چينايانو باندې درې حملې کړي، پينځه ‏کسان پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې په چينايانو دوه دوه حملې شوي دي.‏

د کورنيو چارو وزارت ویلي، په سي پېک او نورو پروژو د کار کوونکو چينيايانو د ساتنې دپاره جوړې تګلارې ته د بيا کتنې ويل شوي دي.‏

ويل شوي، د ترهګرۍ او پرتشدده توندلاريتوب د مخنيوي دپاره د ‏‎2024‎م د قامي پاليسۍ مسوده تياره کړل شوې او کابينې ته د منظورۍ دپاره لېږل شوې ‏ده.‏

حکومت ویلي، په ملک کې د امنيت صورتحال په دوامداره توګه خراب دی او ترهګر بريدونه په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي ‏ګواښونه سېوا کوي.‏

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د کال ‏‎2023‎م راهسې تراوسه پورې ټولې ‏‎2075‎‏ ترهګرې حملې شوي، د امنيتي ساتونکو په ګډون پکې لږ تر لږه ‏‎1215‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎2592‎‏ کسان ژوبل شوي دي.

او روان کال د جنورۍ نه تراوسه پورې د ‏‎500‎‏ نه زياتو وسله والو حملو کې ‏‎285‎‏ کسان وژل شوي دي.‏

ويل شوي په ترهګرو بريدونو کې تر ټولو زياته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه شوې هلته په تېر کال کې د ‏‎400‎‏ نه امنیتي ساتونکي په بېلابيلو بريدونو کې ‏وژل شوي دي.‏

د روان کال د جنورۍ د میاشتې نه تراوسه پورې د ترهګرۍ په پېښو کې ‏‎118‎‏ ملکي عام خلک وژل شوي دي.‏

پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.‏

پاکستان تور لګوي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي دي پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او د افغانستان د خاورې نه په ‏پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي پاکستان دې خپله کمزوري په ‏افغانستان نه ور اچوي.‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG