لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان کې د کسټم په مامورینو بله حمله شوې، دوه عسکر پکې وژل شوي، څلور ژوبل


چارواکي وایي د خېېر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د 48 ساعتو دننه د کسټم په عسکرو دویمه حمله شوې چې پکې د کسټم دوه عسکر وژل شوي اؤ اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه د پولیسو یو مشر یا ډي ایس پي حافظ عدنان بیلابیلو سیمو ته ویلي د کسټم په مامورینو دا برید د خالي- شنبې په ورځ د یارک ټول پلازې تر څنګ شوی دی.

هغه ویلي، دغلته یو ګاډي کې ناستو د کسټم په مامورینو نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې دوؤ د کسټم مامورینو پکې پځای ساه ورکړې ده اؤ څلور نور ژوبل شوي چې هغوي د علاج لپاره د ډيره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته رسول شوي دي

هغه ویلي برید ګوونکي له برید سمدستي وروسته تښتېدلي اؤ پولیس موقعې ته رسیدلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. په سمدستي توګه ددې حملې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

تر دې برید درې ورځې وړاندې هم په ډیره اسماعیل خان کې په درابڼ روډ نامعلومو وسله والو د کسټم په مورماینو برید کړی ؤ چې پکې د کسټم د یو افسر اؤ څلوروعسکرو په ګډون 7 کسان وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو یا د کسټم په مامورینو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

ډيره اسماعیل خان کې د کسټم په مامورینو د دې تازه بریدونو نه وړاندې هم وخت په وخت خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د کسټم په مامورینو وسله وال بریدونه شوي چې د یو شمیر مامورینو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په 28م هم د پېښور کلیواله سیمه متنو کې وسله والو دکسټم یا ګمرګ په مامورینو ډزې کړې وې چې پکې څلور مامورین ژوبل شوي ؤو، ددغه پېښې پړه وروسته ټي ټي‌ پي په غاړه اخستې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG