لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نوؤ موټرو نرخونه راغورځېدلي دي


په دې وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د نوؤ موټرو نرخونه په ښکته راغلي چې اقتصادي کار پوهان ورته له بیلابیلو زاویو څخه ګوري.

په پاکستان کې په پلورل کیدونکو ګاډو کې د جنوبي کوریا د موټر جوړونکې کمپنۍ "کیا" موټرې تر ټولو زیاتې ارزانې شوي دي.

دغه کمپنۍ د خپل اسټونک موټر نرخ 15 لکه روپۍ راغورځولی اؤ مخکې چې به دا موټر په 62 لکه روپۍ خرڅېدو اوس یې نرخ 47 لکه اؤ 67 زره روپو له راغلی دی

همدا شان د فرانسسي موټر جوړونکې کمپنۍ پوړو هم د خپلو ګاډو نرخونه تر درې نیم لکو روپو کم کړي دي.

د کمپنیو لخوا د موټرو ارزانولو کومه واضحه وجه خو نه ده ښودل شوې خو څېړونکي وایي چې پاکستان کې د ګاډو د اخستو په کچه کې کمي موټر جوړونکې کمپنۍ پرېشانه کړې دي اؤ هغوي د ګاهکانو د پام راګرځولو لپاره د خپلو ګاډو نرخونه غورځولي دي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وایي په ملک کې د سیوا شوې ګرانۍ اؤ د سود د لوړې کچې له امله خلک د نوؤ ګاډو په اخستو کې خوښي نه ښیي اؤ له دې امله د ګاډو جوړونکې کمپنۍ د ستونزو سره مخ وې اؤ زیان نقصان یې کېدو.

د ګاډو په بیعو کې د کمي یوه وجه دا هم ښودلی شي چې حکومت د څلویښتو لکو روپو نه د زیات نرخ په ګاډو جنرل سیلز ټیکس د 18ؤ نه 25 فیصدي ته لوړ کړی دی.

د کومو ګاډو نرخونه غورځېدلي؟

فرانسیسي کمپنۍ پوژو د خپل موټر 'پوژو 2008' نرخ درې نیم لکه روپۍ راغورځولی اؤ دا ګاډی چې به مخکې په 69 لکه اؤ 50 زره روپۍ کېدو اوس په 66 لکه روپۍ کیږي.

خو بیا چې همدا ګاډی خلک په قسطونو اخلي نو کمپنۍ ورله نرخ کې پینځه لکه روپۍ کمی راوستی اؤ کوم ګاډی چې به مخکې په قسطونو 75 لکه اؤ 50 زره روپۍ کېدو هغه اوس 70 لکه اؤ 50 زره روپو ته راکوز شوی دی.

همدا شان سوزوکي کمپنۍ د خپل سویفټ موټر نرخ کې 13 کمی راوستی اؤ دا موټر چې به مخکې په 54 لکه اؤ 29 زره روپۍ خرځېدو اوس یې نرخ 47 لکه اؤ 19زره روپو ته راپریوتی دی.

ټویوټا کمپنۍ هم د خپل یاریس 1.3 موټر نرخ درې فیصده غورځولی اؤ اوس دغه موټر د 48 لکه اؤ 99 زره روپو نه 47 لکه اؤ 66 زره روپو ته راغلی دی.

هونډا کمپنۍ د خپل موټر سټي 1.2 ویرینټ نرخ درې فیصده راکم کړی اؤ اوس دا موټر د 48 لکه اؤ 29 زره روپو پځای‌ په 46 لکه اؤ 89 زره روپۍ خرڅېږي.

د پاکستان اټو شو پخوانی چیرمین مشهود علي خان وایي د تېرو څو کلونو راهسې د خلکو د خریدارۍ توان کم شوی اؤ د سود کچه لوړه شوې ده چې ددې اغېزې د موټرو په روزګار شوې دي.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي کمپنیانو د خپلو هغه ماډل موټرو نرخونه غورځولي چې په مارکیټ کې خلک زیات تپوس نه کوي اؤ خرڅون یې کم دی.

هغه وایي پروګال یو لک اؤ‌ پینځه زره ګاډي جوړ کړی شوي وؤ سږکال دا شمېره له یو لک هم کمه ښکاري اؤ که دا حال وي نو د موټر جوړونکو کمپنیو کار به نور هم کم شي.

مشهود علي خان وایي په تېرو وختونو کې به د ګاډو نرخونو کې د څو زرو روپو فرق راتلو خو د تېرو دوه، دریوؤ کالو نه دا فرق د زرګونو پځاي اوس لکونو ته رسېدلی دی.

د هغه په وینا یو عادي 1300 سي سي ګاډی به مخکې د شلو اؤ دیرش لکو په منځ کې ؤ خو اوس یې نرخ له اویاؤ نیولی تر اتیاؤ لکو روپو رسېدلی دی.

اسلام اباد کې د زړو ګاډو یو کاروباري یوسف شاه امریکا غږ ته وایي د ګاډو نرخونو کې د زیاتې اضافې له امله اوس په بازار کې د ګاډو خرڅون تر نیمایي زیات راکم شوی دی.

هغه وایي څو کاله وړاندې به د ورځې یو یا دوه ګاډي خرڅېدل خو اوس چې چرته په هفتو کې هم یو ګاډی خرڅ‌ شي نو دوي پرې شکر ادا کړي.

( د وي او ای اردو په مننه)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG