لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر به اینده هفته د منځني ختیځ بله دوره کوي



په اووم اکتوبر د اسرایل او د فلسطیني مسلح ډلې حماس جنګ د شروع کېدو نه پس به منځني ختیځ ته دا د بلېنکن پینځمه دوره وي
په اووم اکتوبر د اسرایل او د فلسطیني مسلح ډلې حماس جنګ د شروع کېدو نه پس به منځني ختیځ ته دا د بلېنکن پینځمه دوره وي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به اینده هفته د سعودي عرب، مصر، قطر، اسرایل او د وېسټ بېنک دوره کوي.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتیومېلر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل بلېنکن به د فېبرورۍ د څلورمې نېټې څخه تر د اتمې نېټې پورې د منځني ختیځ په سفر وي.

په اووم اکتوبر د اسرایل او د فلسطیني مسلح ډلې حماس جنګ د شروع کېدو نه پس به منځني ختیځ ته دا د بلېنکن پینځمه دوره وي او د امریکې د دې کوښښونو برخه ده چې د حماس د ولکې نه یرغمالان ازاد کړی شي او غزه ته انساني امداد یقیني کړی شي.

سیمې ته د سفر په مهال به بلېنکن د یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې په جنګ کې د وقفې په تجویز هم خبرې کوي.

په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې چې 1200 کسان په کې وژل شوي، حماس په کې تر 250 پورې نور کسان یرغمالان نیولي وو. که څه هم څه یرغمال کسان ازاد کړی شوي، ځینې په غزه کې وژل شوي خو ځینې نور کسان اوس هم حماس نیولي دي.

په غزه کې د حماس د انتظام دلاندې د صحت وزارت وايي په غزه کې جنګ دلاسه تر اوسه د 27000 نه زیات کسان وژل شوي او په سیمه کې په پراخه کچه ابادۍ تباه کړی شوي دي.

د حماس یو اعلا چارواکي د جمعې په ورځ وویل "ډیر زر" هغه تجویز ته جواب ووايي چې د مصر، قطر او امریکي مرکچیانو دا هفته په پېرس کې تیار کړی او اسرایل منظور کړی دی.

د اسرایل او حماس جنګ د ودرولو ترڅنګ به بلېنکن په بحیره احمر یا سور سمندر کې په سمندري جهازونو د یمن د حوثي باغیانو د حملو په اړه هم خبرې کوي.

مېلر وویل بلېنکن به کوښښ کوي چې په منځي ختیځ کې جګړه زیاته نه شي او د خپلو عسکرو تحفظ او په سیمه کې د جهازرانۍ ازادي به یقیني کوي.

د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې حوثي باغیانو حماس سره د یوالي دپاره په سور سمندر کې حملې شروع کړې دي چې له امله یې نړیوال تجارت ته نقصان رسېدلی دی او ځینو کمپنیانو د خپلو سمندري جهازونو لارې بدلې کړې دي.

سټېټ ډپارټمنټ منځني ختیځ ته د بلېنکن د نوي دورې اعلان په داسې ورځ وکړو چې صدر جوبایډن وویل امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ په شام اوعراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو او ورسره د تړلو وسله والو په هدفونو حملې شروع کړې.

بایډن وویل دغه حملې په اردن کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په بدل کې شروع شوي او د امریکې د خوښې په وخت او مکان به دوام لري.

Forum

XS
SM
MD
LG