لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هرنايي کې د نا امنۍ تازه پېښو پرضد احتجاج شوی


په هرنايي بازار کې دغه اجتجاج کې د سیاسي ګوندونو پلویانو تر څنګ تاجرانو، کروندګرو او عامو خلکو ګډون کړی.
په هرنايي بازار کې دغه اجتجاج کې د سیاسي ګوندونو پلویانو تر څنګ تاجرانو، کروندګرو او عامو خلکو ګډون کړی.

د بلوچستان په ھرنایي بازار کې د سیاسي ګوندونو، تاجرانو او زمیندارانو په شریکه د نا امنۍ د تازہ پېښو پر ضد احتجاج کړی.

احتجاج کونکو د ھرنایي په تور خام سیمه کې کې د کویلې لاریو د سوځولو ھڅه کونکو وسله والو پر ضد د مقدمې درج کولو، له سیمې څخه د ایف سي د څوکیو د لیري کولو او په سیمه کې د امن غوښتنه کړ‎ې.

ځایي احتجاج کونکو تور پورې کړ‎ی چې د لیویز ځواک او ځایي خلکو له لوري د تور خام په سیمه کې له یادې پېښې سم دستي ورسته یې څلور وسله وال (بریدګر) نیولي او د لیویز تاڼې ته وړي، خو لیویز ځواک د کومې مقدمې درج کولو پرته، نیول شوي کسان خوشي کړي.

لیویز چارواکي د احتجاج کونکو تورونه ردوي او وايي دوی کوم څوک ندي نیولي.

Baluchistan Hernai Protest
Baluchistan Hernai Protest

د پاکستان پوځ بیا د ھرنایي په تور خام سیمه کې د یو وسلوال ترھګر د وژنې او د ترھګرۍ د پېښې د ھڅې د ناکامه کولو دعوہ کړ‎ې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ھرنایي ضلعې صدر صدام ترین وایي، “ له پېښې ورستو زہ د شنبې په ماښام د لیویز تاڼې ته ورغلم او نیول شوي خلک مې په خپلو سترګو په لاک اپ کې بند ولیدل، بیا خبر شوم چې د شپې پر دوہ نیمې بجې دا خلک د ایف سي ځواک په غوښتنه خلاص شوي دي”.

د نیشنل ډیموکریټک ګوند بلوچستان صوبایي مشر احمد جان ھم د یادو تورونو تصدیق کوي او وایي داسې پېښېپه خلکو کې د نا امنۍ ویرې نورہ زیاتوي.

احمد جان زیاتوي: “دا ټوله سیمه د ایف سي په ولقه کې دہ، دا ترھګر بیا له کومې راځي؟، د امن لپارہ و ایف سي ځواک ته پر ځایي کچه زیاتې پیسې ھم ورکول کېږ‎ي خو بیا ھم په نا امني کې زیاتوالی راروان دی”۔

د احتجاج کونکو د تورونو او غوښتنو د ځواب لپارہ مو د ھرنایي و مرستیال کمیشنر، دویم مرستیال کمیشنر او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ته په موبایل نمبر او وټس اېپ باندې په بیا بیا ټیلي فون وکړ‎، د زنګ ورتللو باوجود د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته دوی ځواب ندی ویلی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG