لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطري چارواکي ډزبندې ته د رسیدو لپاره  د اسرایل او حماس نه د نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې


په تل ابیب کې تیره ورځ(اپریل ۲۷مه) ګڼو اسرایلیانو د وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د حکومت پرضد مظاهره کړې او د حماس لخوا تښتول شوي اسرایلیانو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې.
په تل ابیب کې تیره ورځ(اپریل ۲۷مه) ګڼو اسرایلیانو د وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د حکومت پرضد مظاهره کړې او د حماس لخوا تښتول شوي اسرایلیانو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې.

ای پي خبري اداره وايي چې د قطر یو مشر چارواکي په اسرایل او حماس دواړه غږ کړی چې د ډزبندې لپاره روانو خبرو اترو کې دې ٫٫ نوره ژمنتیا او سنجیدګي٬٬ وښایي.

د قطر د خارجه وزارت ویاند ماجد الانصاري د اسرایلي مطبوعاتو سره دغه تازه خبرې په داسې وخت کړي چې په اسرایل او حماس دواړه باندې د حماس لخوا تښتول شوي اسرایلیانو راخوشي کولو او په غزه کې د ۷ میاشتو راهسې روانې جګړې ختمولو لپاره فشار ورځ تر بله زیاتیږي.

اسرایل ژمنه کړې چې د غزه سویلي ښار رفح باندې به برید کوي چرته چې په میلینونو فلسطینیانو پناه اخستې او د دوي په خوندیتوب نړیوالو اندېښنې ښودلي.

دغه قطري چارواکي د اسرایل یوې ورځپاڼې او یو راډیو سره مرکه کړې چې تېره شپه (خالي/ شنبې) خپره شوې. قطر چې په دوحه کې د حماس وسله والې ډلې مرکزي دفتر یا هېډ کوارټر هم لري د اسرایل او حماس تر منځه روانې جګړه کې یو مهم دریمګری هیواد دی.

د امریکا او مصر تر څنګ تېر کال د نومبر په میاشت کې شوې عارضي ډزبندۍ کې هم قطر مهم رول لوبولی وو او یو شمېر اسرایلي یرغمالیان راخوشي کړل شوي وو.‌

د دغه لوظنامې راپه دیخوا بیا دواړه خواو ( اسرایل او حماس) د خبرو اترو یو شمېر ناستې کړي خو په کومه ناسته کې لوظنامې ته نه دي رسېدلي. تیره اونۍ بیا قطر ویلي وو، دوي د دریمګړي هیواد خپل رول ته بیا ګتنه کوي.

د قطر خارجه وزارت ویاند ماجد الانصاري په دغه مرکه کې د حماس او اسرایل نه مایوسي څرګند کړې او زیاته کړې یې ده چې دواړه خواوې، د بشري مرستو او ګټو پرځاې د سیاسي ګټو لپاره فیصلې کړي.

نوموړي ویلي ٫٫ مونږ د دواړه خواو نه د زیاتې سنجیدګۍ او ژمنو تمه کوله.٬٬ که څه هم نوموړي د خبرواترو په موجوده حیثیت څه وه نه ویل، سېوا د دې نه چې دغه خبرې اترې ٫٫ په عملي توګه ودریدلي٬٬ او ٫٫ دواړه اړخونه په خپلو دریځونو کلک ولاړ دي.٬٬

نوموړي ویلي ٫٫ که چرې په دواړه خواو کې د ژمنیتا نوی احساس پېدا شي، ځه هیله لرم، مونږ یوې لوظنامې ته رسیدو شو.٬٬

د قطر د خارجه وزارت ویاند سره د اسرایلي خبریال دغه مرکه په دوګه کې ریکارډ شوې او دواړه هیوادونه کومې سفارتي اړیکې نه لري.

د حماس او اسرایل تر منځه روانې تازه جګړې کې د اسرایل او قطر اړیکې د نور فشار سره مخ شوي په داسې حال چې د وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو تر څنګ ځیني نور اسرایلي سیاستمدارانو په قطر نیوکې کړي چې په حماس ډله یې پوره فشار نه دی اچولی.‌

اسرایلي قانون دانانو بیا د خپل هیواد نه قطر لخوا چلیدونکي ټي وي چېنل الجزیره د کارکونکو د شړلو لپاره قانوني لاره هم هواره کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG