لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اتمې فېبرورۍ د انتخاباتو نه مخکې د پاکستان د وروستي سیاسي تاریخ ځینې اهم واقعات



د کال 2023 د جنورۍ په 30 نېټه د پولیس په دریشۍ کې ځانمرګي حمله کوونکي د پېښور د پولیس د مرکزي دفتر دننه په جومات حمله وکړه چې په کې لږ تر لږه 100 کسان ووژل شوو
د کال 2023 د جنورۍ په 30 نېټه د پولیس په دریشۍ کې ځانمرګي حمله کوونکي د پېښور د پولیس د مرکزي دفتر دننه په جومات حمله وکړه چې په کې لږ تر لږه 100 کسان ووژل شوو

په پاکستان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د عامو انتخاباتو نه وړاندې په تېرو څو کلونو کې اهم واقعات:

ـ د کال 2018 د جولای په 25 نېټه عام انتخابات د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان وګټلو. د انتخاباتو په مهال د تشدد پېښې شوې وې او په کې د درغلۍ الزامات لګول شوي وو.

ـ د کال 2018 د جولای په 26 نېټه په انتخاباتو کې بریالی وبلل شو او څو هفتې وروسته د پاکستان وزیراعظم منتخب کړی شو.

- د کال 2019 د فېبرورۍ په 29 نېټه د پاکستان او هندوستان ترمنځ تاوتریخوالی پس لې دې زیات شو چې هندوستان وویل په پاکستان کې یې د وسله والو په یو مرکز حمله کړې ده. د دې په جواب کې پاکستان د هندوستان دوه جنګي جهازونه راوغورځول او یو پایلېټ یې ونیولو.

ـ د کال 2021 د اګست په 15 نېټه افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو د وتلو په ورستیو هفتو کې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ونیولو. افغانان ملک نه د وتلو په غرض د کابل په هوايي ډګر ورجمع شول او پاکستان ته د تګ لارې یې هم ونیولې.

ـ د کال 2022 د اپرېل په 9 نېټه پارلېمنټ د عدم اعتماد ووټ دلارې عمران خان د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه لرې کړو. څو ورځې وروسته، د عمران خان مخالفینو نوی ایتلافي حکومت جوړ کړو او شهبازشریف یې وزیراعظم غوره کړو.

ـ د کال 2022 د جولای په پینځمه نېټه د څو هفتو د درنو بارانونو وروسته سېلابونه راغلل چې په پراخه کچه تباهي یې وکړه، کورونو، سکولونو، نورو ودانیو او بنیادي سهولتونو ته یې نقصان ورسوولو. په سېلابونو کې د 1700 نه زیات کسان مړه شول او د هېواد اقتصاد ته یې د بېلینونو ډالرو نقصان ورسوولو.

د کال 2022 د نومبر په دریمه نېټه عمران خان په یوه سیاسي جلسه کې په ډزو زخمي او د هغه یو پلوي ووژل شو او نهو نور کسان زخمیان شول. د عمران خان پلویانو دغه پېښه قاتلانه حمله وبلله. حمله کوونکی ونیول شو. پولیس وویل حمله کوونکي په خپل سر دغه ګام اخیستی و.

- د کال 2022 د نومبر په 28 نېټه تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره د ډز بندۍ معاهده ماته کړه او وسله والو يې امنیتي ځواکونه په هدف کول شروع کړل. په ورستي کلونو کې ټي ټي پي په خېبر پښتونخوا کې د زیاترو حملو ذمه واري منلې ده.

- د کال 2022 د نومبر په 29 نېټه د ايي اېس ايي پخواني مشر جنرل عاصم منیر د جنرل قمر جاوېد باجوه جانشین او د پاکستان پوځ نوی مشر وګمارل شو. جنرل باجوه په دغه چوکۍ شپږ کاله تېر کړي وو.

- د کال 2023 د جنورۍ په 30 نېټه د پولیس په دریشۍ کې ځانمرګي حمله کوونکي د پېښور د پولیس د مرکزي دفتر دننه په جومات حمله وکړه چې په کې لږ تر لږه 100 کسان ووژل شوو.

- د کال 2023 د می په نهمه نېټه پخوانی وزیراعظم عمران خان د بډو رشوتونو په مختلفو الزاماتو ګرفتار کړی شو او چارواکو د هغه د عدالت په انګڼ کې بدسلوکي وکړه. د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف په پاکستان کې احتجاجونه راوپارېدل چې په کې په پوځي ودانیو هم حملې وشوې.

- د کال 2023 د جولای په 12 نېټه انټرنېشنل مانېټري فنډ، ايي اېم اېف، پاکستان ته د قرض درې بېلین ډالر قسط منظورو کړو چې د ډیر وخت راهسې د ځنډ ښکار و. ايي اېم اېف د قرض له امله پاکستان د نورو قرضونو په بېرته اداکولو کې د پاتې راتلو نه بچ شو.

- د کال 2023 د اګست په پینځمه نېټه عمران خان ته د کرپشن په الزام درې کاله د قېد سزا واورول شوه چې په هغه د جوړ شویو 150 څخه یوه مقدمه وه. هع ته د سزا اورول کېدو وروسته عمران خان د اټک زندان ته منتقل کړی شو چې د سختو حالاتو دپاره بدنام دی.

- د کال 2023 د اګست په نهمه نېټه عامو انتخاباتو ته د تیارۍ په لړ کې پارلېمنټ تحلیل کړو.

- د کال 2023 د سېپټمبر په 26 عمران خان د اټک نه د راولپنډۍ اډیاله جېل ته منتقل کړی شو.

- د کال 2023 د اکتوبر په 4 نېټه پاکستان په ملک کې مېشته د غېر قانوني غېر ملکیانو خلاف اقدامات اعلان کړل چې په کې 1.7 مېلین افغانان هم شامل وو. افغان طالبانو، متحده قومونو، امدادي ادارو او د انساني حقونو تنظیمونو د پاکستان د فېصلې غندنه وکړه.

- د کال 2023 د اکتوبر په 21 نېټه پخوانی وزیراعظم نوازشریف په برطانیه کې څلور کاله په خود سره جلاوطنۍ کې د تېرولو وروسته پاکستان ته ستن شو. د بډو رشوتونو په سر قېد نه د بچ کېدو په غرض هغه ملک نه وتلی و. د هغه ستېدو وروسته د نوازشریف سزاګانې په اپیلونو ختمې کړی شوې.

- د کال 2023 د نومبر په 2 نېټه د پاکستان الېکشن کمېشن په دویم ځل هم انتخابات وځنډول او د فېبرورۍ په اتمه یې د ووټونو اعلان وکړو. پکار وه چې انتخابات په نومبر کې شوی وی خو د نومبر وروسته یې په جنورۍ کې اهم د کېدو اعلان شوی و.

- د کال 2024 د جنورۍ په 8 نېټه د پاکستان سپریم کورټ د بډو رشوتونو په الزام په سزا شویو سیاستدانانو د ټول عمر د نااهلۍ پابندي ختمه کړه او د نواز شریف دپاره لاره هواره شوه چې د څلورم ځل دپاره هم د وزیراعظمۍ امیدوار شي. د سپریم کورټ د فېصلې ترمخه سزا شوي سیاستدانان به صرف د پینځو کلونو دپاره نااهله وي.

- د کال 2024 د جنورۍ په 16 نېټه ایران وویل په پاکستان کې یې د وسله والو په مرکز حمله وکړه. پاکستان د ایران اقدام د خپلواکۍ خلاف ورزي وبلله او دوه ورځې وروسته یې په ایران کې جوابي حملې وکړې. د دواړو ملکونو ترمنځ سفارتي قطع شول خو بیا وروسته بحال شول او د ایران خارجه وزیر د پاکستان دوره هم وکړه.

- د کال 2024 د جنورۍ په 30 نېټه په زندان کې عدالت عمران خان ته د ریاستي رازونو د افشا کولو یا په سایفر مقدمه کې 10 کاله د قېد سزا واوروله. عمران خان په یوه جلسه کې یو سفارتي خط چې سایفر بلل کېږي ښودلی و چې د هغه په قول ثابتوي چې د هغه حکومت د ختمولو په سازش کې امریکې لاس لرلو. امریکايي چارواکو د عمران خان دغه خبرې په تکرار رد کړي دي.

- د کال 2024 د جنورۍ په 31 نېټه عدالت عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي دواړو ته د بډو رشوتونو په الزام 14 ,14 کاله د قېد سزاګانې وارولې. په عمران خان الزام وو چې د وزیراعظم په حېث یې د توشه خانې نه سرکاري ډالۍ د ځان دپاره خرڅې کړې او د اړونده قوانینو پاسداري یې نه وه کړې.

- د کال 2024 د فېبرورۍ په دریمه نېټه عدالت عمران خان او د هغه مېرمن ته د نکاح په مقدمه کې اووه اووه کاله د قېد سزا واوروله.

- د کال 2024 د فېبرورۍ په اوومه نېټه په بلوچستان کې د دوو انتخابي امیدوارانو په دفترونو بم چاودنو کې لږ تر لږه 30 کسان ووژل شوو.

- د کال 2024 د فېبرورۍ په اتمه نېټه پاکستان کې عام انتخابات وشول.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG