لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آي ایم ایف د تیکنیکي پوهانو ډله د پور په نوي پروګرام د خبرو لپاره پاکستان ته رسېدلې


پاکستان سره د پور په نوي پروګرام د خبرو اترو د لمړي پړاؤ لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د تکنیکي پوهانو پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی.

د دې پلاوي مشري د آي ایم ایف مشن چیف نیتهن رپورټر کوي اؤ ټاکل شوې ده چې مذاکرات به د مئ له 15 نېټې پیل شي.

ډان ویب پاڼې د اتوار- یکشنبې په ورځ د سرچینو له خولې لیکلي وو چې د نړیوالې مالیاتي ادارې د کار پوهانو ډله به د پاکستان د خزانې د وزارت اؤ ایف بي ار د چارواکو سره لیدنې کوي اؤ د خزانې وزارت چارواکو ویلي چې د پور په نوي پروګرام د خبرو لپاره مذاکراتو ته تیار دي.

سرچینو ویلي چې پاکستان هڅه کوي له آي ایم ایف سره د 6 نه نیولی تر 8 اربو ډالرو د پور یو نوی تړون وکړي چې موده به یې درې کاله یا تر دې هم اوږده وي.

ډاڼ لیکلي چې احتمال دی د پور په دې نوي پروګرام کې به آي ایم ایف لخوا پاکستان ته سخت شرطونه کېښودل شي .

د خزانې وزارت سرچېنې وایي چې د پاکستان په ذمه سیوا شوې قرضې ستنول اؤ په دغو قرضو د سود پیسې ورکول د پاکستان لپاره یو ستر چیلنج دی اؤ ددې حالت نه د ځان ویستلو لپاره پاکستان ته ضروري ده چې د آي ایم ایف نه د پور یو نوی پروګرام ترلاسه کړي.

څېړونکي هم په دې نظر دي چې تر څو پاکستان برمداتو کې اضافه نه وي کړي اؤ سیمه ییز وسایل یې نه وي پیدا کړي تر هغې د آي ایف ایف په پروګرام کې پاتې کیدل د پاکستان مجبوري ده .

ډان د سرچینو له خولې وایي چې د پور د نوي پروګرام ترلاسه کولو لپاره به پاکستان ته د بجلۍ اؤ ګیس نرخونه نور لوړول وي، د ټیکس لمنه به هم ورته پراخول اؤ د خسارې سره مخ دولتي ادارې به ورته شخصي څانګې ته ورکول وي.

پاکستان په تېرکال د جولاي میاشت کې د آي ایم ایف نه د نهو میاشتو د لنډې مودې د پور پروکرام ترلاسه کړی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې ددغه پور لپاره آي ایم ایف پاکستان ته څه شرطونه یا اهداف ایښي وؤ پاکستان هغې ته سنجیده پاتې شوی اؤ ټول اهداف یې په کامیابۍ سره ترلاسه کړي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف له لوري د پاکستان دولتي بانک ته د لنډ مهاله پور پروګرام د وروستي قسط یو ارب اؤ 10 کروړه ډالر اوړمه ورځ ترلاسه شوي وؤ.

آي ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي وؤ چې پاکستان پاکستان ته به د حکومت د ملکیتي ادارو اصلاحات په مخکې وړل اؤ د پالیسۍ په کاري چوکاټ کې چلول وي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي ‏اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پيل کړې دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG