لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګېلپ راپور: امریکا له چین څخه د نړیوالې رهبرۍ په ډګر کې مخکې ده


د ګېلپ څېړونو د ګل یا دوشنبې په ورځ په ډاګه کړې چې په نړۍ کې د امریکا رهبري له چین څخه زیاته ده.

دغه راپور همدارنګه وايي، په داسې حال کې چې امریکا د نړیوالې رهبرۍ په ډګر کې له چین څخه مخکې ده، دا ملاتړ کله یوې خوا بلې خوا له دې امله اوړي چې څوک په رهبرۍ کې دی.

د ګېلپ معلومات چې په تېرو شلو کالو کې راټول شوي ښيي چې د ریپبلېکنز په پرتله د ډیموکراټانو له رهبرۍ څخه په نړۍ زیات ملاتړ کېږي.

په ۲۰۲۳ کال کې شوې سروې ښيي چې د ۱۳۳ هېوادونو له ډلې څخه امریکا په اوسط ډول ۸۱ هېوادونه خپل کړي او چین ۵۲.

دغه ډول امریکا په کوسوو کې زیات ملاتړ لري او چین یې بیا په روس کې.

د یو هېواد د رهبرۍ منل کېدل د دغه هېواد د اثر رسوخ د ساتلو لپاره ارزښت لري.

ګېلپ په راپور کې وايي، "په یو هېواد کې د رهبرۍ له منل کېدو سره په دغه هېواد کې اهدافو ته د رسېدو غوره چانس برابرېږي."

ګېلپ دا هم ویلي، که څه هم امریکا له چین څخه د رهبرۍ د منل کېدو په برخه کې ښکاره مخکې ده خو بیا هم د دواړو امریکا او چین لپاره ملاتړ راکم شوی.

دغه ډول که څه هم د امریکا او چین لپاره ملاتړ راکم شوی خو دواړه هېوادونه بیا د نړۍ په ځینو برخو کې ځانګړې لاسته راوړنې هم لري.

چین په افریقايي هېوادونو، لکه تانزانیا، یوګنډا، جنوبي افریقا او ملاوي کې لاسته راوړنې لري.

امریکا بیا په اسیايي هېوادونو لکه هند، فلېپین، جنوبي کوریا او ویتنام کې لاسته راوړنې لري.

په روان کال کې خالص ملاتړ یو شمېر بېلابېلو فکتورونو پورې اړه لري لکه د نړۍ په لویو شخړو کې د رهبرۍ بدلون.

سږ کال د ټاکنو له پلوه هم یو تاریخي کال دی ځکه د نړۍ نیمايي خلک یعنې تر ۵۰ زیاتو هېوادونو کې انتخابات کېږي.

د ګېلپ د راپور مرستیاله لیکواله جولي رې وايي، د روان کال د ټاکنو پایلې به سخته وي چې اټکل یې وشي.

دغه ډول د امریکا رهبري ښايي تر پوښتنې لاندې راشي، په داسې حال کې چې ولسمشر جو بایډن په غزه کې له اسرایلو سره په جګړه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.

په دغې جګړه کې تر اوسه پورې تر ۳۰۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

اسرایلو په غزه کې د حماس د هغه برید په غبرګون کې عملیات پيل کړي چې د اکټوبر په اوومه نېټه یې په اسرایلو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG