د پاکستان سپريم کورټ د سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکو نورو ګوندونو ته ورکولو د پېښور هایکورټ او الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې ده.
نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست لنډه فېصله واوروله.
جسټس منصور علي شاه وويل، قضيه په رسمي ډول د بيا اورېدنې دپاره منظوروي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، عدالت په فېصله کې وویل، د الېکشن کمېشن او پېښور هايکورټ فېصلې معطلوي.
او جسټس منصور علي شاه وويل، د فېصلو د معطلي به د اضافي څوکو د حده پورې وي.
د پېښور هایکورټ د جج اشتیاق ابراهیم په مشرۍ پینځه کسیز لارجر بینچ په 14م مارچ د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل لخوا عدالت ته شوي خواستونه خارج کړي وو.
عدالت د اورېدنې په وخت ویلي وو، ځانګړې څوکۍ هله ورکول کیږي چې سیاسي ګوندونو عمومي څوکۍ ګټلې وي او سني اتحاد کونسل هیڅ یوه څوکۍ نه ده ګټلې.
پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا د پېښور هایکورټ له لوري د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل د خواستونو خارج کولو د فېصلې سپریم کورټ کې د چیلنج کولو ويلي وو.
د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخستې او له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وو، خو بیا هم الیکشن کمېشن دغه ګوند ته د 20 ځانګړو او درېو اقلیتي څوکیو ورکولو نه انکار کړی وو.
د پاکستان الیکشن کمېشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسي ګوندونو ویشلې وې او سني اتحاد کونسل د دغه فېصلې پرضد پېښور هایکورټ ته خواست کړی وو.
Forum