د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مرکزي مشر اؤ د قامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر فیصل کریم کنډي د خېبر پښتونخوا د ګورنر په توګه د خپل منصب سوګند کړی دی.
ښاغلي کنډي ته د صوبې د 40م ګورنر په توګه سوګند د خالي په ورځ د پېښور هایکورټ مشر قاضي اشتیاق ابراهیم د یوې دستورې په ترڅ کې ورکړی دی.
د سوګند په دستوره کې د پیپلز ګوند مشرانو،د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي، د مسلم لیګ(ن) اؤ اپوزیشن یو شمیر مشرانو برخه درلوده خو د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ نور صوبایي وزیران بیا دغه دستورې له نه وؤ ورغلي.
د صوبې د ګورنر په توګه د فیصل کریم کنډي د نوم منظوري اوړمه ورځ صدر علي زرداري ورکړې وه اؤ ددې ترڅنګ یې سردار سلیم حیدر خان د پنجاب اؤ جعفر خان مندوخیل د بلوچستان د ګورنر په توګه ټاکلي وؤ.
فیصل کریم کنډي څوک دی؟
ښاغلی فیصل کریم کنډی د خېبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان سیمې سره تعلق لري. هغه په 24 مئی کال 1975م کې زېږېدلی اؤ خپلې لمړۍ زده کړې یې له کراچۍ څخه کړې دي.
د ډيره اسماعیل خان د سینټ هیلن هایي سکول څخه له میټرک کولو وروسته یې د بیچلر ډګري د پنجاب پوهنتون لاهور نه ترلاسه کړې اؤ بیا یې د لندن د تهامس ویلي کالج نه د قانون په زده کړو کې د ماسټرۍ ډګري اخستې ده.
هغه د خپل علمي سیاست پیل په کال 2001م کې د بلدیاتي انتخاباتو د امیدوار په توګه کړی ؤ اؤ بیا یې د کال 2008م په عامو ټاکنو کې مولانا فضل الرحمان ته په ماتې ورکولو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې وه.
هغه د پیپلز پارټۍ د حکومت په مهال په 19م مارچ کال 2008م کې د قامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر ټاکل شوی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې په کال 2022م کې د وزیراعظم د ځانګړي معاون په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
له ګورنر جوړېدو نه وړاندې هغه د پیپلز ګوند د اطلاعاتو د مرکزي سکتر په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کولې.
Forum