لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن وايي، "اوس د عمل وخت دی" چې حماس د اوربند تړون ومني


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن له حماس څخه وغوښتل چې له اسرایلو سره په شخړه کې د اوربند په اړه وړاندې شوی تړون ومني.

بلېنکن وايي، "نورې پلمې نشته" او "وخت د دې دی چې عمل وشي."

بلېنکن له اردن څخه د لیدنې په پای کې خبریالانو ته وویل، "زمونږ تمرکز همدا اوس د اوربند کېدو او د بندیانو په خوشې کېدو باندې دی. همدا تر ټولو بیړنی کار دی او زه فکر کوم چې دا د کېدلو وړ هم دی. اسرایلو په میز باندې قوي وړاندیز ایښي دی. هغوی وښودله چې هغوی جوړجاړي ته تیار دي او اوس هر څه حماس پورې اړه لري."

بلېنکن همدارنګه په غزه کې فلسطینیانو ته د نورو بشري مرستو د رسېدو پر ارزښت هم خبرې وکړې.

"دا زمونږ د روزانه کار برخه ده. دا همدارنګه سیمې ته زما د هر یو سفر تمرکز هم دی."

هغه زیاته کړه، هغه به پر دې مسلې په اسرایلو کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خپلو لیدنو کې هم بحث وکړي.

تر دې مخکې، دغه جګ پوړي امریکايي ډپلوماټ په جلا جلا توګه د اردن د بهرنیو چارو له وزیر ایمن صفدي او پاچا عبدالله دوهم سره هم لیدلي او دغه ډول یې د غزې لپاره د بشري مرستو او بیارغونې په برخه کې د ملګروملتونو له لوړ پوړې مشرې سېګرېد کاګ سره هم لیدلي دي.

بلېنکن له پاچا عبدالله څخه د اردن د رهبرۍ لپاره مننه وکړه چې د بشری مرستو په لېږد کې یې اسانتیاوې برابرې کړي چې په هغو کې د امریکا او اردن لخوا په ګډه له هوا څخه د زرګونو ټنه خوراکي توکو غورځول هم شامل وو.

دواړو مشرانو غزې ته له اردن څخه د ځمکې له لیارې د نورو بیړنیو بشري مرستو پر تېزولو هم خبرې کړي.

بلېنکن د اقتصادي نوي والي او د مهمو عامه سکټورونو د اصلاحاتو له امله هم له پاچا څخه مننه وکړه.

اسرایلو په حماس باندې وروسته له هاغې جګړه پیل کړه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ اسرایلیان یې ووژل او ۲۵۰ یې برمته کړل.

اسرایلو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پکې تر ۳۴۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

خو اسرایل ادعا کوي چې په وژل شویو فلسطینیانو کې د حماس په زرګونو جنګیالي هم شامل دي.

د حماس پلاوي تر دې مخکې د ګل یا دوشنبې په ورځ په مصر کې د اوربند په اړه خبرو کې برخه واخېستله چې قطر غواړي یو داسې تړون وشي چې د اسرایلو عملیات پای ومومي او بندیان خوشې کړای شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG