لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اختر په وړومبۍ ورځ بلوچستان اؤ کراچۍ کې د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړو اؤ مدني فعالانو احتجاجي مظاهرې کړي


د کوچني اختر په وړومبۍ ورځ د بلوچستان په بیلا بیلو سیمو اؤ کراچۍ کې په جبري توګه د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړو اؤ مدني فعالانو احتجاجي مظاهرې اؤ لاریونونه کړي اؤ د لا درکه کسانو د خوشې کولو غوښتنې یې کړي دي.

د بلوچستان په سر ښار کوټه، خضدار، ګوادر، مستونګ اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې د لادرکه بلوڅانو کورنیو اؤ مدني فعالانو د کوچني اختر په ورځ د بې درکه کسانو خوشې کولو لپاره د راجوړو شوؤ لاریونونو اؤ مظاهرو په مهال ویلي چې د هغوي د کورنیو غړي د یوې اوږدې مودې نه لا درکه دي اؤ د دوي هر اختر په ویر اؤ ماتم کې تیریږي.

په کوټه کې راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې ته خپله وینا کې د بلوڅانو د یووالي د کمیټې مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ ویلي، د بلوچستان مظلوم خلک هر اختر په ویر اؤ ماتم کې په سړکونو تېروي اؤ د خپلو لادرکه عزیزانو د خوشې کولو غوښتنې کوي خو وایي ریاست یې غوښتنې ته غوږ نه نیسي.

هغې وویل که پر کوم چا کوم تور دی يا په کوم جرم کښې ککړ‎ دي د هغوی پر ضد دي د آیین او قانون په چوکاټ کښې دننه کاروائي وشي، او که دوی مجرم ثابت شي نو دوی ته دي عدالتونه سزا ورکړي خو که چرې بېګناه وي نو باید له بنده خوشې کړل شي.

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې هم د کوچني اختر په وړومبۍ ورځ د پریس کلب مخې ته د لادرکه بلوڅانو کورنیو اؤ مدني فعالانو احتجاجي پرلت غځولی اؤ د خپلو لادرکه کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.

په دغه موقعه د لادرکه بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان یوې مشرې سیمي بلوڅ ویلي زمونږ د کورنیو غړي له کلونو راهسې لادرکه دي ، چې د مړي، ژوندي په اړه هیڅ معلومات نه کیږي نو په داسې حالاتو کې د لادرکه کسانو کورنۍ څنګه پخپلو کورونو کې اختر ونمانځي.

هغې ویلي ، زمونږ اختر به هله وي چې دا بې درکه کسان له بنده خوشې اؤ خپلو خویندو،میندو اؤ اولادونو ته ورشي .

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کسانو د مقدمو د هواري کمېشن سپريم کورټ کې جمع کړي خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې د مارچ میاشت کې د کمېشن سره د جبري لا درکيو 18 نوې مقدمې درج شوي دي.

رپورټ وايي په دغه مياشت کې 18 لا درکه کسان هم خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د لا درکه کسانو د موندنې د سرکاري کمېشن لخوا سپريم کورټ ته ورکړی شوي رپورټ کې ویل شوي چې کمېشن د مارچ میاشت کې د 27 لا درکه تنانو درک لګولی دی او تېره مياشت 33 یې داسې مقدمې راغونډې کړي چې د جبري لا درکيو نه وې.

په پاکستان کې د لا درکه بلوچانو، پښتنو او د بشري حقونو فعالين د خلکو د جبري لا درکيو تور د پاکستان د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او حکومت دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې لا درکه کسان د بلوچ بېلتون پالو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي،قانون نافذ پځای کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا هم افغانستان ته تښتېدلي وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG