لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر د اختر وړومبۍ ورځ د شمالي وزیرستان مورچو کې پوځیانو سره یو ځای تېره کړې ده


د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په اوله کرښه یا مورچو کې د ګمارل شوؤ پوځیانو سره تېره کړې ده.

جنرال منیر پوځیانو ته پخپله وینا کې ویلي چې په سترو قربانیو ټینګ کړل شوی امن پځای ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده.

هغه وزیرستان ته خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د پښتونخوا په قبایلي اؤ جنوبي سیمو په ځانګړي ډول شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستیو کې په پوځ اؤ امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې پوځ، پولیس اؤ د ایف سي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس ار ویلي جنرال عاصم منیر د کوچني اختر په سهار د شمالي وزیرستان میرامشاه اؤ سپین وام سیمو کې د پوځ وړومبیو مورچو ته ورغلی اؤ د اختر لمونځ یې دغلته د پوځیانو سره په ګډه کړی اؤ بیا یې ورسره اختر هم نمانځلی دی.

آي ایس پي ار ویلي په دغه موقعه د پوځ سرلښکر ته د مسلکي تیاریو، دامنیت د وضعې اؤ افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې د خوندي کولو په اړه احوال تېر کړل شوی دی.

جنرال منیر سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د پوځي عسکرو جذبه ستایلي اؤ ویلي یې دي چې په ډيرو قربانیو ټینګ کړل شوی امن پځای ساتل زمونږ د ټولو ګډ مسولیت دی.

هغه ویلي په قبایلي ضلعو اؤ خېبر پښتونخوا کې په ډیرو قربانیو ټولنیزې اؤ اقتصاي پرمختیا لپاره خوندي چاپیریال رامنځته شوی اؤ مونږ باید د قام په خدمت کې خپلو مسلکي فرایضو ته ټول پام وګرځوؤ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان سره په پوله د پرتو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان ترڅنګ په نورو قبایلي ضلعو کې هم د امنیت وضعه یو وارې بیا کړکیچنه شوې ده اؤ ترهګرو په دې سیمو کې په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي چې پکې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

رپورټونه وايي د تېر کال په څېر د سږني کال (‏‎2024‎م) په وړومبیو درېو میاشتو کې هم پاکستان کې ترهګري زياته وه او د ترهګرۍ نه تر ټولو زياتې د ‏خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې اغېزمنې پاتې شوي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏

پيکس) ویلي، ‏د مارچ په میاشت د ناامنۍ غټې پېښې او بريدونه شوي چې څلور پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.‏

په رپورټ کې ويل شوي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

خبریال لحاظ علي وايي، پاکستان کې په وروستیو کې که تحریک طالبان پاکستان او داعش د ځينو پېښو او بریدونه زمه وارۍ منلي نو دې سره دلته نور ‏وسله وال هم وجود لري، پاکستان ته به د ټولو وسله ولو ډلو پرضد یو شان تګلاره جوړول پکار وي.‏

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG