لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په افغانستان د حملې ګټه به دوښمن ته رسیږي، ترهګري به ورسره زیاته شي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي، په افغانستان د پاکستان لخوا د شوې حملې ګټه د ملک دښمنانو ته رسېدلې ده اؤ افغانستان سره په اړیکو خرابېدو به پاکستان کې ترهګري سیوا کیږي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ په اډياله زندان کې خبریالانو سره خبرو کې عمران خان ویلي دا مهال د افغانستان اؤ ایران دواړو سره د پاکستان اړیکې خرابې دي چې د دې ګټه د پاکستان دښمنانو ته رسیږي.

نوموړي ویلي په افغانستان کې چې د هر چا حکومت وي باید پاکستان ورسره ښې اړیکي ولري.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ، پاکستان تایید کړه چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان اؤ د هغې د اړونده ډلو د په نخښه کولو لپاره د افغانستان په خاوره کې عملیات کړي دي.

دا بریدونه د خالي یا شنبې په ورځ د پاکستان په سرحدي قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پوځ په یوه پوسته د وسله والو لخوا د ترسره شوي هغه برید نه وروسته شوي وؤ چې د دوؤ افسرانو په ګډون پکې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي وؤ.

پاکستان تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره تړلي جنګیالي او هغه ډلې چې د دوی ملاتړ کوي په افغانستان کې پټنځایونه لري.

عمران خان دعوه کړې ده چې د امریکې سره طالبان هغه خبرو ته کېښنولي وؤ اؤ وایي کله چې دده حکومت ؤ نو د طالبانو حکومت ورته د ټي ټي پي د ستونزې د هوارولو باور ورکړی ؤ.

نوموړي وویل د پاکستان د هغه وخت پوځي مشر جنرال باجوه ته یې ویلي وؤ چې د آي ایس آي پخوانی مشر جنرال فیض حمید باید بدل نه کړي ځکه چې هغه د ترهګرۍ اؤ د افغانستان ستونزه هوارولی شي.

عمران خان وویل، جنرال باجوه به د کورکمانډرانو په غونډه کې ویل چې عمران خان غواړي جنرال فیض د پوځ مشر وټاکي خو هغه وایي "زما په وهم اؤ ګمان کې هم دا خبره نه وه"

هغه د جنرال فیض په ستاینې کولو سره وویل کوم جرنیل چې افغانستان اؤ امریکا خپلو کې خبرو ته کېښنول هغه د "شریفانو" په وینا لرې کړی شو اؤ وایي د جنرال فیض په لرې کولو کې جنرال باجوه د خپلې شخصي ګټې سوچ خو وکړو خو د ملکي ګټو سوچ یې و نه کړو.

جنرال باجوه د عمران خان دې تورونو ته په سمدستي توګه څه ځواب نه دی ویلی خو په تېرو وختونو کې پوځ د آي ایس آي د مشر د منصب نه د جنرال فیض لرې کول اؤ پېښور د کور کمانډر په توګه یې ټاکنه د پوځ د معمول چاره بللې وه.

عمران خان وویل د هغه د حکومت نسکورولو وروسته د پي ډي ایم حکومت د افغانستان لوري ته هیڅ پام ونه ګرځولو اؤ د ایران اؤ افغانستان سره اړیکې خرابېدل د پاکستان د خارجه پالیسۍ ناکامي ده.

هغه وویل په سوشل میډیا د پروپېګنډو له لارې د ده اؤ پوځ تر منځ د فاصلو پیدا کولو هڅې کیږي اؤ د پوځ په ویانده اداره آي ایس پي ار یې تور ولګولو چې معاملو ته سیاسي رنګ ورکوي.

عمران خان دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د بند شپې ورځې تېروي.

د پاکستان عدالتونو عمران خان ته په بیلابیلو مقدمو کې په مجموعي ډول د 31 کالو اؤ د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د 19 کالو د بند سزاګانې اورولې دي.

خو عمران خان خبریالانو سره خبرو کې ویلي هغه داسې فکر کوي چې پینځه، شپږ میاشتې به زندان کې وي اؤ بیا به موجوده حکومت ختم شي .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG