لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره له شخړې راپورته کېدو وروسته د پاکستان پوځي سرلښکر جنرال منیر د سعودي ولیعهد سره لیدلي


دا انځور جیو ټي وي د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له اېکس یا ټویټر پاڼې څخه اخیستی.
دا انځور جیو ټي وي د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له اېکس یا ټویټر پاڼې څخه اخیستی.

د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ د ترهګرۍ په ستونزه د رامنځته شوې شخړې وروسته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د سعودي عرب له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي اؤ ورسره یې په مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د سعودي سرکاري میډیا وایي دا لیدنه د نهې یا سه شنبې په ورځ د سعودي پلازمینه ریاض کې ترسره شوې چې پکې په دوه اړخیره تعلقاتو، د سیمې په وضعیت اؤ د نړۍ په مهمو چارو خبرې اترې شوې دي.

رسنیو د دې لېدنې نور جزیات مخې ته نه دي راوړي اؤ نه هم لا تر اوسه د سعودي یا پاکستان لخوا د دې ملاقات په اړه په رسمي توګه کوم جزیات مخې ته راغلي دي خو څېړونکي د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ په ستونزه د راپورته شوې وروستۍ شخړې په تناظر کې د سعودي ولیعهد سره د پاکستان د پوځي سرلښکر دا لېدنه ډیره مهمه ګرځوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په پاکستان ترهګریزو بریدونو کې ککړو د ټي ټي پي وسله والو ته افغان طالبانو پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د افغانستان ځمکه د پاکستان پر ضد کاروي.

د تېرې یکشنبې یا اتوار په ورځ د افغانستان له پولې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ‌ په یوه پوسته ترهګرو ځانمرګي برید اؤ ډزې کړې وې چې دوه پاکستاني پوځي افسران اؤ پینځه نور عسکر پکې وژل شوي وؤ.

د دغه برید نه وروسته پاکستان په ۱۸م مارچ د افغانستان په مشرقي ولایتونو پکتیکا اؤ خوست کې یو شمیر هوایي بریدونه کړي وؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دغلته یې د ترهګرو ځالې په نخښه کړي دي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې پخپل بیان کې ویلي وؤ چې د افغانستان په خاوره کې یې د هغو ترهګرو ځالې په نخښه کړي چې شمالي وزیرستان کې په شوې حمله کې یې لاس درلودو.

خو افغان اؤ پاکستاني طالبانو بیا د پاکستان دا دعوه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي چې پاکستاني الوتکو د عامو خلکو په کورونو بریدونه کړي چې د ماشومانو اؤ ښځو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني الوتکو له بریدونو وروسته اوړمه ورځ په کورمه کې په پاک افغان پوله د پاکستاني اؤ افغاني ځواکونو ترمنځ یوه خونړۍ نښته هم شوې وه .

په دې نښته کې هم د مرګ ژوبلې خبرونه مخې ته راغلي خو دغه مرګ ژوبلې د دواړو خواو څخه په رسمي ډول نه ‏دي تاييد کړل شوي.‏

د پاکستان د پلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال تېره ورځ د ډان ټي وي په یو پروګرام کې وویل "مونږ ته که چرته د خپلو مفاداتو دفاع کول دي نو هلته به راته دا خبره هم باوري کول وي چې د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې دې د تاؤ تریخوالي یا تربګنۍ په لورې لاړې نه شي اؤ په دې کې زمونږ ګډ دوست هیوادونه مهم کردار ادا کولی شي"

احسن اقبال که څه هم د کوم هیواد نوم نه دی اخستی چې هغه د پاکستان اؤ د طالبانو د حکومت په ګډه دوست وي خو د طالبانو په تېر حکومت کې سعودي اؤ پاکستان د نړۍ هغه لومړي دوه هیوادونه چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی ؤ.

دا ځل که هر څو سعودي اؤ پاکستان لا د طالبانو موجوده حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څېړونکي وایي چې سعودي د طالبانو په حکومت کې شاملو زیاتره لوړ پوړو چارواکو باندې زیات نفوذ یا اثر لري.

څېړونکي په دې اند دي چې پاکستان که په پخپل موجوده اقتصادي ناورین کې وخت نا وخت د سعودي نه مرستې غواړي نو د افغانستان له لوري دخپل امنیت په مسله کې هم د سعودي کمک ته اړ دی خو څېړونکي وایي دا به وخت ښیي چې سعودي به د ټي ټي پي په مسله کې د پاکستان لپاره په افغان طالبانو د پردې ترشا فشار راوړي که نه په دې مسله کې به ځان بې پلوه وساتي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG