لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپريم جوډيشل کونسل د سپريم کورټ پخوانی جج په ناوړه چلند قصورواره ګرځولی


Pakistan Chief Justice
Pakistan Chief Justice

د پاکستان سپريم جوډيشل کونسل ويلي، د سپريم کورټ پخواني جج جسټس مظاهر علي نقوي ناوړه چلند کړی او هغه یې قصور واره ګرځولی دی.‏ د ځايي مطبوعاتو ترمخه، سپريم جوډیشل کونسل په جاري کړې اعلامیه کې ويلي، د جسټس مظاهر علي نقوي ضد د نهو شکايتونو جاج اخستل شوی، ‏او هغه قصورواره ګرځول شوی دی.‏
کونسل ويلي، جسټس مظاهر نقوي د څوکۍ څخه لرې کول پکار وو.‏


جسټس مظاهر علي نقوي د جنورۍ په مياشت کې هغه وخت د سپريم کورټ د جج د څوکۍ څخه استعفا ورکړې وه چې په هغه د ناوړه چلند لګېدلو تورونو ‏اورېدنه روانه وه.‏ د نوموړي نه پس د سپريم کورټ بل جج ‏‎ ‎جسټس اعجازالاحسن استعفا ورکړې وه. د ججانو په استعفاګانو هغه وخت تاوده بحثونه شوي وو.‏


د مسلم ليګ ن ګوند د هغه وخت وياندې مريم اورنګزېب په يوه خبري غونډه کې تور لګولی وو، "جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي د ‏نواز شريف پرضد سازشونو او پاکستان کې د ګرانۍ راوستو او اقتصاد د بربادۍ زمه وار دي".‏ د سپريم جوډيشل کونسل په اعلاميه کې ويل شوي، د جسټس مظاهر نقوي په اړه رای صدر ته لېږل شوې ده. د نوموړي نقوي پرضد شکايتونو باندې ‏اورېدنه په لمړي مارچ بشپړ کړل شوې وه.‏


د جسټس مظاهر نقوي پرضد شکايتونو کې په هغه د ناوړه چلند تورونه لګول شوي او د هغه د شتمنيو د پلټنو غوښتنې شوې وې چې هغه د خپلو دوه زامنو ‏او لور په بهر ملک کې زده کړو دپاره د يو سوداګر نه مالي ګټي ترلاسه کړي او په لاهور کې یې د اصل نه په کم قيمت ځینې جايدادونه اخستي او خرڅ کړي ‏وو.‏


په هغه د مسلم ليګ ن ګوند لخوا په يو خواست کې دا تور هم لګول شوی وو چې هغه د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان سره خپلې اړيکې په ډاګيزه ‏ډول څرګندوي او نورو سياسي ګوندونو دپاره بيا ځان خطرناک ثابتوي.‏
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ (د ججانو ډلې) جسټس مظاهر علي نقوي ته د ناوړه چلند د ‏شکايتونو په سر شوکاز نوټس ورکړی او ځواب یې ترې غوښتی وو.‏


ویل شوي نوموړي بيا د نومبر په میاشت ځواب جمع کړی، بنچ او نوټس یې چېلنج کړي وو او بيا دغه لړۍ د دسمبر د میاشتې پورې روانه وه، او نوموړي ‏جج بيا په يو خط کې ویلي وو، سپريم جوډيشل کونسل ورسره ناروا سلوک ساتي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG