لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېنډۍ ډويژن کمشنر منلې چې انتخاباتو کې یې د کامیابو امیدوارانو نتیجې بدلې کړې دي


د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپېنډۍ ډويژن کمشنر منلې ده چې پېنډۍ کې په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي اؤ د ګټونکو کاندیدانو نتیجې بدلې کړل شوې دي.

په رڼو انتخاباتو کې پاتې راتلو باندې کمشنر د خپلۍ څوکۍ څخه استعفا هم ورکړې ده خو الیکشن کمیشن بیا د یاد کمشنر لخوا ټولټاکنو کې د درغلۍ اؤ نتیجو بدلولو تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ اعلان یې کړی دی چې د کمشنر لخوا د لګول شوؤ تورونو بشپړې پلټنې به کوي.

بلخوا پاکستان تحریک انصاف تور لګوي چې په اتمه فرورې انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي اؤ ددې پرضد نن دخالي یا شنبې په ورځ دا ګوند په ګرد هیواد کې احتجاجونه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پشمول نور لوې سیاسي ګوندونه هم په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي خو د انتخاباتو کمیشن اؤ نګران حکومت دغه تورونه رد کړې دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی دی چې د احتجاج سره سره به دوي ټولټاکنو کې د شوو مبېنه درغلیو پرضد قانوني اؤ اییني لارې هم خپلوي.

احتجاجونه څه نتیجې ورکولی شي ؟

په دې هکله خبریال علي اکبر وايي چې دا د پاکستان تحریک انصاف تاریخ پاتې شوی چې دوي اکثر د خپلو غوښتنو د پاره د احتجاج لاره خپلوي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وایي د کال ۲۰۱۳م انتخاباتو کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په څلورو حلقو کې د درغلیو تورونه لګولي وؤ اؤ بیا یې ترڅلورو میاشتو پورې په هغې احتجاج کړی و اؤ مسلم لیګ(ن) یې په خلاص مټ حکومت کولو ته نه و پریښی.

د علي اکبر په خبره ،خو اوس دوي وايي په اتیاؤ حلقو ددوي د کاندیدانو نتیجې بدلې کړی شوې دي اؤ ددې ترڅنګ به د پاکستان تحریک انصاف ګونډ غړي په ګڼ شمیر کې په قامي اسمبلۍ کې په حزب اختلاف کې ناست وي اؤ پارلیمان دننه به هم حکومت د پاره مشکلات جوړوي.

د پاکستان نګران حکومت اؤ انتخاباتو کمیشن انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي خو نن د راولپنډې ډويژن کمشنر لیاقت علي چټهه په دې د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده چې په سرکاري کچه انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.

لیاقت علي چهټه د ډیر وخت نه د راولپنډې کمشنر دی اؤ نن د یو خبري کانفرنس په مهال هغه منلې ده چې په راولپېنډۍ ډويژن کې د قامي اسمبلۍ ۱۳څوکۍ دي اؤ په دې ټولو څوکیو ددوي په صلا انتخابي نتیجې بدلې کړی شوې دي.

خو هغه د خپلو تورونو هیڅ ثبوت میډیا ته نه دی ښودلی.

په ټولټاکنو کې د درغلۍ د اعتراف کولو نه وروسته کمشنر د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې ده اؤ اعلان یې کړی دی چې ځان پولیسو حواله کوي.

د انتخاباتو کمیشن د کمشنر لخوا لګول شوي دغه تورونه رد کړې دي اؤ ېو بیان کې یې ددې د پلټنو اعلان هم کړی دی.

د راولپېنډۍ د کمشنر د دې بیان نه وروسته د بشري حقونو خپلواکه کمیشن یا اېچ آر سي پي ویلې دي دا ېوازې یوه استعفا نه ده بلکې د سرکاري ادارو اؤ په خصوصي توګه د پاکستان د الیکشن کمیشن پرضد فرد جرم یا چارج شیټ دی.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ د ترسره شوؤ انتخاباتو نه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون نور سیاسي ګوندونه هم د درغلیو تورونه لګوي اؤ بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو لخوا دد ې مبېنه درغلیو پرضد د تېرو څو ورځو راهسې احتجاجي پرلټ هم ناست دی .

ددې ترڅنګ امریکې هم په پاکستان کې په ترسره شوؤ انتخاباتو کې مخې ته راغلو د درغلیو په تورونو اندېښنه ښکاره کړې ده.

د امریکې تر څنګ د نړۍ ګڼو هیوادونو اؤ ادارو هم پاکستان کې د ټولټاکنو په ورځ د موبایل فون اؤ انټرنیټ د خدماتو په تړل کېدو اندېښنې ښودلي خو د پاکستان د خارجه وزارت ویاند بیا خپل یو بیان کې په انتخاباتو د نړیوالو هیوادونو اندېښنې رد کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوې ټاکنې د هر رقم درغلۍ نه پاکې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG