لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د امنیتي خطرې له امله درې پوهنتونونه تړل شوي


د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې درې پوهنتونونه د امنیت د خطرې له امله تړل شوي دي.

ځايي مطبوعاتو ويلي، پوهنتونونه د نامعلومه وخته پورې تړل شوي دي. د اسلام اباد پوليسو ویلي، په اسلام اباد کې امنيتي حالات په قابو کې دي.

پاکستاني مطبوعاتو د سرچينو له قوله ویلي، اسلام اباد کې نيشنل ډيفنس (اېن ډي يُو)، بحریه او ايير پوهنتون د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوي دي.

د بحريه پوهنتون د جرنلزم زده کوونکي صايم باسط وي او اې ډیوه ته وویل، دوی ته تېره شپه د پوهنتون د تړل کېدو ويل شوي دي.

"مونږ ته تېره شپه په موبايل پېغام ترلاسه شوی چې پوهنتون به نن بند وي او زمونږ نن پرچه هم ځنډول شوې ده بله نېټه یې راته نه ده ښودلې".

د اسلام اباد پوليسو او انتظاميې لخوا په رسمي ډول د پوهنتونونو يا تعليمي ادارو تړل کېدو څه نه دي ويل شوي.

خو د اسلام اباد پوليسو مشر (آی سي سي پي او) ډاکټر اکبر خان ناصر په اېکس (پخواني ټويټر) ويډيوي پېغام کې ويلي،

"د اسلام اباد د سکولونو او کالجونو په حواله خبرونه خپريږي زه تاسو ته ويل غواړم چې په اسلام اباد کې د امنيت حالات دا وخت په قابو کې دي"، خلک دې د پوليس د ټولنيزو وېب پاڼو د لارې د حالاتو نه ځان خبر ساتي.

نوموړي زیاته کړې، "دا وخت په اسلام اباد کې په غېر قانونه غونډه مکمله پابندي ده ځینې خلک چې د غېر قانونه هلو ځلو هڅې کوي مونږ ورته خبر ورکوو چې د ملکي حالاتو له امله داسې کول تاوانې ګرځېدی شي مونږ ورته امنیت ورکوو ځکه په امنیت کې ستاسو د ټولو خلکو مرسته پکار ده دا وخت حالات داسې نه دي چې تاسو د کومې ويرې له امله په خپلو سکولونو کالجونو يا عادي ژوند کې بدلون راولي".

اسلام اباد کې د پوهنتونو تړلو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په ملک کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.

پاکستان کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره تېره میاشت په برني اېوان سېنېټ کې درې قراردادونه وړاندې شوي وو.

په يادو قراردادونو کې ويل شوي وو، د ژمي موسم او ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو له امله دې انتخابات وځنډول شي. خو الکېشن کمېشن د سېنېټ د قراردادونو په ځواب کې ويلي وو، انتخابات به هم په اعلان شوې نیټه کیږي.

په 17مه جنورۍ د چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ غونډه شوې او د انتخاباتو د تیاريانو جاج پکې اخستل شوی وو.

د الېکشن کمېشن ترمخه، په غونډه کې د الېکشن کمېشن د چارواکو نه علاوه د صوبو داخله سيکرټريانو، لوړ پوړو پوليس او امنيتي ادارو مشرانو ګډون کړی او د پرامنه انتخاباتو کولو په خبره یې ټینګار کړی وو.

ویل شوي وو، د عامو انتخاباتو په مهال دې په وخت انتظامي او حفاظتي ګامونه پورته کړی شي، سياسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته دې سازګار ماحول برابر کړی شي.

د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه په ملک کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو دپاره 89,250 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي او 17,500 پکې ډېرې يا انتهايي حساسې ګرځول شوي دي.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه، 32,508 پولينګ سټېشنې حساسې او 42,500 نارمل يا عادي ګرځول شوي دي.

ويل شوي په انتهايي حساسه ګرځول شوو پولينګ سټېشنو کې 4,344 په خېبرپښتونخوا او 2,038 په بلوچستان صوبو کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG