لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د ممبۍ ترهګریزو بریدونو کې تورن جماعت الدعوه به هم دپاکستان راتلونکو انتخاباتو کې د یو سیاسي ګوند تر شا ولاړ وي


ځایي اؤ بهر ملکي مطبوعات وایي کال 2008م کې د هند ممبۍ ښار کې د ترهه ګرۍ شوؤ پېښو کې تورن د پاکستان سخت دریځه مذهبي تنظیم جماعت الدعوه به هم پاکستان کې راتلونکو انتخاباتو کې د یو سیاسي ګوند مرسته کوي.

ناقدین وایي په پاکستان کې جمهوري سیاسي ګوندونو ته د عملي سیاست په لاره کې یو شمیر مشکلات پیدا کړی شوي دي خو تندروه فکر لرونکو ته مکمل آزادي ده.

څیړونکي وایي داسې په ښکاره که چرې تندروه اؤ ترهه ګر تنظیمونه په انتخاباتو کې شرکت کوي نو د دې له وجې به د پاکستان هغو هېوادونو سره هم تعلقات خرابیږي چې په دې تنظیمونو یې بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان مرکزي مسلم لیګ په نامه یو سیاسي ګوند راتلونکو انتخاباتو کې د قامي اؤ صوبايي اسمبلیو په څوکو د خپلو کاندیدانو نامې اعلان کړې دي اؤ ددغه ګوند په هکله ویل کیږي چې پشا یې لاقانونه ګرځول شوی تنظیم جماعت الدعوه ولاړ دی.

د مرکزي مسلم لیګ په فیس بک پاڼه راتلونکو انتخاباتو کې ددې ګوند لخوا د کاندیدانو نامې ورکړې شوې دي چې یو پکې د حافظ سعید زوی طلحه سعید هم دی.

ډ ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ریښتیا جماعت الدعوه د مرکزي مسلم لیګ په شا ولاړ دی؟ د ګوند مشر خالد مسعود سندهو غلی پاتې شوی دی.

تر دې وړاندې هم پاکستان کې تندروه فکر لرونکو تنظیمونو انتخاباتو کې برخه اخستې ده خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شیر افضل مروت وایي پاکستان کې یو خوا په جمهوري سیاسي ګوندونو میدان لنډ تنګ کړی شوی دی اؤ بلخوا داسې تنظیمونو ته ښکاره اجازه ده چې انتخابات وکړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې شیر افضل مروت وايي کله په پاکستان کښې د کشمیر په نامه اؤ کله د افغانستان په نامه دې تندروه تنظیمونو خپل ځان فعال ساتلی دی اؤ تر کومې چې داسې تنظیمونه موجود وي پاکستان کله هم یو جمهوري هیواد نه شي جوړیدی.

د پاکستان الیکشن کمیشن هم د ډیوه دې پوښتنې ته هیڅ ځواب نه دی ویلی چې مرکزي

مسلم لیګ پسې شاته څوک دي ؟خو د کمیشن په ویب پاڼه مرکزي مسلم لیګ د یو سیاسي ګوند په توګه رجسټرډ دی.

هند په کال 2008م کې د ممبۍ د ترهګریزو بریدنو تور په جماعت الدعوه لګوي، دغو ترهه ګریزو بریدونو کې د بهر ملکي وګړو پشمول 170نه زیات کسان وژل شوي وو اؤ له دې پیښې وروسته هند، امریکې اؤ ملګرو ملتونو جماعت الدعوه یو ترهه ګر تنظیم ګرځولی و اؤ وروستو په پاکستان کې هم په دې تنظیم بندیز لګول شوی و.

خو ددې تنظیم په مرسته ملي مسلم لیګ نومې سیاسي ګوند د کال دوه زره اتلسم انتخاباتو کي ګډون کړی خو کومې څوکۍ یې نه وې ګټلې.

د تندروه تنظیمونو د مشرانو په انتخاباتو کې د ګډون په هکله وکیل مصدق عزیز خټک وایي چې عالمي مبصرین به هم د راتلونکو انتخاباتو څارنې د پاره پاکستان ته راځي اؤ دې خبرې ته به ضرور پام راګرځوي چې یو خوا په جمهوري ګوندونو غیراعلانیه بندیز دی اؤ بلخوا تندروه اؤ ترهګرو تنظیمونو ته انتخاباتو کې د ګډون مکمله آزادي ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي داسې ګوندونو ته ملکي سیاست کې د رول ورکولو سره به د پاکستان هغو هیوادنو سره هم تعلقات خرابیږي چې په دې تنظیمونو یې بندیز لګولی دی.

د پاکستان ریاست دا تورونه ردوي چې دلته داسې تنظیمونه موجود دي چې د نورو هیوادنو خلاف د ترهګرۍ فعالیتونو کې لاس لري اؤ د حافظ سعید په هکله وایي چې هغه پاکستاني عدالتونو خوشې کړی دی.

خبریال لحاظ علي ډيوه ته وایي چې د الیکشن ایکټ 2017م ترمخه که چرې په پاکستان کې دننه په چا جرم نه وي ثابت شوی نو هغه په انتخاباتو کښې برخه اخستی شي.

هند اکثره په پاکستان تورونه لګوي چې په خاوره یې د داسې تنظیمونو مشران په ښکاره ژوند کوي چې هند کښې ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې لاس لري خو پاکستان مدام داسې تورونه رد کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG