لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د چین ولسمشر ته د لویدیځ د پانګونې په اړه ګواښ کړی


واشنګټن – د چین او روس د ولسمشرانو له لیدنې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د چین ولسمشر شي جینپېنګ ته ویلي، چې باید احتياط وکړي ځکه پېکنګ د لویدیځ په پانګونې باندې ولاړ دی.

بایډن له سي ان ان سره په یوې مرکه کې ویلي، "ما ویلي، دا کوم ګواښ نه دی. دا یواځې یوه کتنه ده."

بایډن زیاته کړې، "له کومه چې روس اوکراین ته تللی، ۶۰۰ امریکايي شرکتونه له روسیې څخه وتلي. او تاسو ماته ویلي، چې ستاسو اقتصاد د اروپا او امریکا په پانګونې ولاړ دی، نو احتیاط کوه او محتاط اوسه."

پوتین او شي په مارچ کې دوه ورځنۍ خبرې کړې وې او د چین او روس ترمنځ یې د دوستۍ یادونه کړې وه او په لویدیځ یې نیوکې کړې وې خو د اوکراین په اړه یې کوم ډپلوماټیک پرمختګ نه و کړی.

دغو دواړو مشرانو په دې اونۍ کې په یوې انلاین سرمشریزه کې هم ګډون کړی و.

د چین او امریکا ترمنځ د ملي ګټو پر بېلابېلو برخو کې ستونزې شته چې په هغو کې د تایوان مسله، په اوکراین کې د روس جګړه، او چین ته د پرمختللې ټکنالوجۍ په صادراتو باندې د بندیزونو مسلې شاملې دي.

بل پلو د امریکا د خزانې وزیره جنېت یلېن د شنبې یا خالي په ورځ هم له چین څخه خپلې لیدنې ته دوام ورکړی.

کله چې له بایډن څخه وپوښتل شول چې د ولسمشر شي غبرګون څه وو نو هغه وویل، چې "هغه غوږ ونیوه او دلیل یې و نه وایه او که تاسو ورته پام شوی وي نو هغه له روس سره په ټول ځواک مخې ته نه دی تللی."

"نو ځکه زه فکر کوم چې داسې یوه لاره شته چې مونږ پرې په دې برخه کې کار وکړو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG