لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف- د نړیوال اقتصاد وده ټیټه او د ځینو هېوادونو د دېوالیه کېدو خطر دی


IMF and World Bank meeting in Washington
IMF and World Bank meeting in Washington

ايي اېم اېف د راتلونکي کال لپاره نړیواله اقتصادي وده تر 2.7 فیصده پورې ټيټه کړې او اقتصاد پوهانو د ځینو هېوادونو د دیوالیه کېدو (د قرض یا پور بېرته ورکولو کې ناکامي) وېره څرګند کړې ده.

په واشنګټن کې د ايي اېم اېف او ولډ بېنک کلنۍ غونډې په دويمه ورځ، یو شمېر اقتصاد پوهانو ووېل چې د پور (قرض) شرطونو ته بیا کتنه یو سخت پړاو دی. او دا اټکل یې وکړو چې ځېني قرض اخستونکي هېوادونه به دېوالیه کېږي.

د موډيز ادارې کارپوه اېلېنا ډګر ووېل چې څښکال شپږ هېوادونه دېواليه شوي دي. هغې ووېل چې پخوا به په یو کال کې دوه یا درې هېوادونه دېوالیه کېدل.

موډيز د هېوادونو د قرضو د بېرته ورکولو د توان په اړه رپوټونه تیاروي او په وروستي رپوټ کې یې په پاکستان د قرضونو بېرته ورکولو اعتبار کم کړی دی.

په پاکستان کې هم د قرضونو بېرته ورکولو لپاره شرطونو ته د بیا کتنې خبرې کېږي خو د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي د قرضونو په اړه د شرطونو بدلولو خواست به نه کوي.

د ايي اېم اېف د اټکل تر مخه پاکستان باندې نزدې 130 اربه (میلیارډه) ډالره پور دی. د اقتصاد د څارنې ادارې وايي په پاکستان د بهرني پور دریمه برخه د چین ګران بیعه قرضه ده.

د قرضونو شرطونو ته د بیا کتنې په موضوع، د ايي اېم اېف په ودانۍ کې جوړ شوي بحث کې اقتصاد پوهانو ووېل چې قرض اخستونکو هېوادونو کې 60 فیصده هېوادونه داسې دي چې د امدن کچه يې ټيټه ده او د قرض د پيټي له امله د سخت ازمایش نه تېرېږي.

دوی هغه 25 فیصده هېوادونه هم د خطر وړ وبلل چې اقتصادي بازار یې پر مختلونکی ګڼل کېږي. او زیاته یې کړه دغه هېوادونه هم د قرض د ازمایش نه تېرېږي.

په بحث کې چا د کوم داسې هېواد نامه یاده نه کړه چې په نزدې راتلونکې کې د دېوالیه کېدو امکان لري. خو دا یې ووېل چې کوم هېوادونه د پور بېرته ورکولو توان بایلي نو د هغو د دېوالیه کېدو امکان شته.

د بحث برخه والو د قرضونو په شرطونو کې د شفافیت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه پکار ده پور ورکونکی او اخستونکی دواړه په شرطونو خبر وي.

د پور اخستونکو هېوادونو د دېوالیه کېدو وېره ځکه هم زیاته شوې ده چې ايي اېم اېف وايي د يوکراین جګړې، کرونا وایرس، د ګرانۍ لړۍ او موسمي بدلون له امله به راتلونکي کال کې د نړیوال اقتصاد کچه ټېټېږي.

د ايي اېم اېف د اقتصاد مشر کارپوه پيير اولېویر ګورېنچاس د کلنۍ غونډې په دویمه ورځ د نړیوالې اقتصادي ودې کچه د راتلونکي کال لپاره د څښکال نه .5 فیصده کمه وښودله. څښکال دغه کچه 3.2 فیصده او رانلونکې کال 2.7 فیصده اټکل شوې ده.

نوموړي ووېل د روان کال پاتې میاشتو کې به ګراني 9.5 فیصده ته رسېږي خو د هغه دا اټکل هم وو چې په 2024م کې به د ګرانۍ کچه 4.1 فیصده ته ښکته کېږي. هغه دا اټکل هم وکړو چې په نړۍ کې به د ډېرو خلکو لپاره 2023م د ټيټ اقتصاد (ريسېشن) کال وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG