لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان-کرکټ-پيسې او غیر اخلاقي نومونه


د برتانیې معتبره ورځپاڼه فایننشل ټایمز کې چاپ شوی رپوټ وايي د عمران خان سیاسي ګوند تحریک انصاف له د پیسو ټولولو لپاره په برتانیه کې د پېښور پرورټس Peshawar Perverts او فېصل اباد فدر م..ز Faisalabad Fotherm..rs په نامو د کرکټ ډلې جوړې شوې وې. دواړه نامې کنځل او غېر اخلاقي کلمې ګڼل کېږي.

د ووټڼ ټي20 په نامه د دغو دواو کرکټ ډلو سره د عمران خان په ګډون، په سلګونو نورو مالدارو خلکو او وکیلانو د 2010م نه 2012م پورې د لوبو سیالۍ کولی.

د لوبډلو نامې په عام ژوند کې کنځله ګڼل کېږي. پېښور پرورټس نامه کې د انګريزي ژبې پرورټس توری (لفظ/ټکی) د جمعې صیغه ده او د هغه چا لپاره کارول کېږي چې په جنسي توګه روغ ذهن نه لري او یا یې جنسي ژوند نارمل نه وي.

دغه رنګ د فېصل اباد فدر م....رز کې د انګريزي توری فدر م..رز د انګريزي انلاین قاموسونه کنځل بولي.

په پاکستان کې دننه، پخواني وزیر اعظم عمران خان د خپل حکومت په وخت د مذهب، او طالبانو په پلوۍ او د زیات ښي اړخه سیاست په حق کې ویناوې کولې. نوموړي دغه بیانیه د حکومت نه د لرې کېدو وروسته نوره هم زیاته تنده کړې ده. او څو وارې يې داسې بیانونه ورکړي چې ښايي خپل ملاتړي او مخالفین په مذهبي چشمو تلي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف نن په یو ټويت کې د عمران خان په اړه په برتانوي ورځپاڼه کې د چاپ شوي رپورټ وروسته ویلي دا د عمران خان منافقت ښيي.

فایننشل ټایمز وايي دا لوبې د پيسو په غبن تورن شتمن پاکستاني عارف نقوي په بلنه د هغه په شخصي ۱۴ اېکړه لوی کور کې کېدلې. او په لوبه کې د ګډون يا تماشې لپاره د یو برخه وال د ټکټ بیعه د 2000 نه تر 2500 برتانوي پاونډه وه. دا پیسې به د عارف نقوي په وینا د نا معلومه خیراتي کارونو لپاره کارول کېدلې خو د فایننشل ټایمز پلټنې ښيي چې عارف نقوي به دغه او نورې پیسې د عمران خان تحریک انصاف ته لېږلې.

رپوټ زیاتوي چې ښاغلي نقوي به د دغو سیالیو په بلن لیک کې مېلمنو ته لیکل چې تاسو لوبه کولی شئ، ځان نه بې وقوف جوړولی شئ، او یا د یو معصوم تماشايي په توګه ګډون کولی شئ. دا لوبې او ‘څښکل’ به په ګرمیانو کې د رخصتۍ په ورځو کېدلی.

د عارف نقوي په کور کې د کرکټ په دغو سیالیو کې د عمران خان د ګډون یو عکس هم فاینانشل ټایمز چاپ کړی. نوموړی په سور او اودي جېکټ او جینز کې د بال ويشتلو په وخت ښودل کېږي.

عمران خان په یو لیکلي ځواب کې برتانوي ورځپاڼې ته ویلي چې ده یا د ده پارټۍ ته دا پته نشته چې د عارف نقوي ابراج کمپنۍ د ووټڼ کرکټ د لارې تحریک انصاف ته 1.3 ملینه ډالره ورکړي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسېن حقاني وايي که رپورټ ناسم وي نو عمران خان له پکار دي چې په برتانیه کې د ورځپاڼې پر ضد عدالت ته لاړ شي.

د پاکستان انتخابي کمېشن تېره جنورۍ ویلي وو چې ووټن کرکټ تحریک انصاف ته 2.12 ملینه ډالره ورکړې وې. ورځپاڼه وايي په 2013م کې د عرب اماراتو شېخ او اوس په ټولنه کې د زغم وزیر شېخ نحیان بن مبارک النحیان هم د ووټن کرکټ بېنکي اکاونټ (حساب) کې 2 ملینه ډالره اچولې وې.

د پاکستان د قانون تر مخه بهرنیان سیاسي ګوندونو لپاره پیسې نه شي ورکولی. خو عمران خان فاینانشل ټایمز ته ویلي د شېخ نحیان د ييسو په اړه نا خبره دی.

د پاکستان انتخابي کمېشن د عمران خان تحریک انصاف سره د بهرنیو مالي مرستو قضیه سر ته رسولې خو څو میاشتې وشوې چې د فیصلې اعلان نه کېږي.

د عمران خان سیاسي مخالفین او د اوسني اېتلافي حکومت ملاتړي او وزیر اعظم شهباز شریف د پرونه راسې غوښتنه کوي چې د کمېشن فیصله دې زر تر زره اعلان شي.

فایننشل ټایمز وايي د ووټن کرکټ سیالیو لپاره قانون (رولز) به هم عارف نقوي جوړوو. دغه قانون په اصل کې د کرکټ لوبې د نړیوالو اصولو خلاف وو. ورځپاڼه وايي ښاغلي نقوي په لیکلي بڼه مېلمنو ته ویل چې بال ټېمپرنګ کولی شي او ویل به يې چې کوم کار نن غېر قانوني دی نو دا کېدای شي سبا یو نارمل کار یا فېشن جوړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG