لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دعمران خان دحکومت نسکورولو هڅو کې دجهانګیر ترین کردار څه دی؟


پاکستان کې داپوزیشن ګوندورنو لخوا د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راوړلو بحثونه تاودنه شوي دي اؤ څېړونکي وایي که دا تحریک کامیابیږي نو پکې به ټر ټولو ستر لاس دعمران خان دیو نزدې مرور شتمن ملګري جهانګیر ترین وي.

جهانګیر ترین دعمران خان هغه نزدې شتمن کارخانه دار مرور ملګری دی چې دعمران خان دحکومت جوړولو لپاره پرې اپوزیشن ګوندونو په تیرو وختونو کې دپارلیمان دغړو د وفادارۍ په پیسو داخستو،عمران خان ته دګرځېدو لپاره دخپل جهاز اؤ دګوند چلولو لپاره دپیسو ورکولو تورونه لګول وؤ .

دعمران خان حکومت کې په جهانګیر ترین دغبن دتورونو لګول کیدو وروسته دعمران خان اؤ جهانګیر ترین اړېکې خړې شوي دي.

پروسکال په پاکستاني میډیا داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دعمران خان دګوند تحریک انصاف ګڼ شمیر دپارلیمان غړي جهانګیر ترین ځانته رامات کړي دي اؤ دعمران خان پځائ یې هغه سره د وفادارۍ ژمنه کړې ده.

دپاکستان وتلی خبریال سلیم ساپي وایي کوم خلک (دپارلیمان غړي)چې جهانګیر ترین پخپل جهاز کې عمران خان له بوتلي ؤ هغه اوس بیرته هم دغه خلک په همغه جهاز کې کښینولی اؤ په بل لوري یې بوتللی شي.

دجیو ټي وي په یو پروګرام کې سلیم ساپي داسې اشارې ورکړي چې ګنې دهیواد پوځ اؤ استخباراتي ادارې چې عموماً دپاکستان دننه داسټیبلشمنټ په نوم یادیږي ،اوس ځان په ډډه ودرولی دی اؤ دعمران خان دحکومت ملاتړ نه یې لاس راښکلي دي.

دسلیم ساپي په خبره څه شیان داسې دي چې داسټیبلشمنټ غیرجانبداري ترې څرګندیږي اؤ په هغې کې یوه دحکومتي سنیټر فیصل واؤډا په ضد پرېکړه ده چې له مخې یې هغه نااهله ګرځول شوی دی.

سلیم ساپي وایي دا مهال په حکومتي صفونو کې ډیره زیاته ناکراري لیدل کیږي اؤ موجوده وضعیت کې جهانګیر ترین دیو مهم لوبغاړي په توګه مخې ته په نظر راځي،

د ساپي په وینا "دتحریک انصاف دننه ټول په دې خبر دي چې دنیمې نه زیات خلک دلالچ په ورکولو یا جبر دې ګوند ته راوستل شوي دي اؤ دا ټول د جهانګیر ترین په مټ راوستل شوي دي"

دشاه زیب خانزاده په نوم یو بل خبریال هم په دغه پروګرام کې ویلي چې تحریک انصاف ته دا وخت زیاته خطره دخپل ګوند دننه راولاړه شوې ده اؤ دا خطره له هغې وروسته نوره هم سیوا شوې ده چې عمران خان دخپل حکومت ځېنې وزیران دښې کارکردګۍ په ایوارډونو ونازول اؤ ځينې نور یې له پامه وغورځول.

هغه ویلي دا مهال نواز شریف مطمین دی چې "ایمپایر" به بې پلوه پاتې شي اؤ زیاتوي ددې ترڅنګ اصف علي زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان هم ښه ډاډه دي چې ګنې دوئ ته ټوله لاره هواره ده

دحکومت په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راوړلو اعلان دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم له غونډې وروسته دجمعې په ورځ ددغه ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان کړی دی.

دغه غونډه کې دهیواد پخواني وزیراعظم اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مشر نوازشریف د لندن څخه په انلاین بڼه برخه اخستې وه.

له دغه ایتلافه ایتلافه دجلا شوي بل ستر حکومت مخالف ګوند پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري هم دخالي په ورځ دپي‌ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان سره په ټيلي فوني خبرو کې ویلي چې دده ګوند به دبې باورۍ په تحریک کې اپوزیشن ډلو ملاتړ کوي.

خو په عین حال کې بیا دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي هیچا کې دتوان نه شته چې دحکومت په ضد دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړي .

هغه ویلي که چرې چا دبې باورۍ تحریک راوړو نو وبه ګوري چې دا تحریک څنګه په اوبو لاهو کیږي .

فواد چوهدري په ټویټر ویلي چې دبې باورۍ دتحریک په صورت کې به دحکومتي غړو ترڅنګ داپوزیشن ډلو غړي هم ددې تحریک په پلوۍ خپلې رایې نه کاروي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG