لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او ایران په ملګروملتونو کې د ټرمپ نیوکو ته غبرګون ښودلی


په نیویارک کې د ملګروملتونو د روانې اونۍ په طوفاني عمومي غونډه کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نړۍ مشرانو ته د ایران او چین په اړه ډېرې سختې خبرې وکړې.

چین په غبرګون کې په کلکه د ټرمپ هغه تورونه رد کړل چې ګواکې هڅه کوي په راتلونکې میاشت کې د امریکا په منځ مهاله ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

په ورته وخت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د راتلونکې په اړه په داسې حال کې د امریکا او ددغه تړون د نورو لاسلیک کونکو هېوادونو ترمنځ اختلافات زیات شوي چې امریکا د ایران پرضد د نویو بندیزونو لپاره چمتوالی نیسي.

د چین په اړه په ملګروملتونو کې د ډانلډ ټرمپ لخوا د لګول شویو تورونو له امله زیات خلک هک حیران شوي دي.

د شورو یا چهارشنبې په ماښام د یوې خبري غونډې پرمهال خبریالانو له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه وپوښتل چې د خپلې ادعا لپاره څه ثبوت لري؟

ټرمپ په ځواب کې وویل:

"دا ثبوت به راووځي. زه تاسو ته اوس نشم ویلای خو داسې ثبوتونه شته. دا خبرې بې ثبوته نشي کېدای. "

پیکنګ په کلکه دا ردوي چې د امریکا په سیاست کې دې ګواکې دوی لاسوهنه وکړي او په چین کې زیات خلک دا پوښتي چې ولسمشر ټرمپ ولې د روسیې د لاسوهنې پلټنې یادې نه کړې.

د ولسمشر ټرمپ لخوا دغه تورونه له چین سره د ټکسونو پرسر د واشنګټن او پیکنګ ترمنځ د روانې شخړې سره په یو وخت کې لګول شوي دي.

د ملګروملتونو د امنیت د شورا د چهارشنبې د ورځ په غونډه کې ولسمشر ټرمپ په ایران باندې سترګې خښې کړې وې او په دغه هېواد یې تور ولګاوه چې د وژنو او ویجاړویو په خپرولو کې لاس لري.

په اسیکس پوهنتون کې د منځني ختیځ کارپوه عزیز الغاشیان وايي، چې د ټرمپ ددغو خبرو موخه په سیمه کې د نورو هېوادونو اورونه وه.

"زه فکر کوم ټرمپ هڅه کوي په داسې خبرو سره په سیمه کې د سعودي عربستان او اسرایلو په څېر خپل متحدین خوشحاله کړي. زه فکر کوم دا د هغه لپاره ډېر مهم دي ځکه دی غواړي له یادو هېوادونو سره د اوباما د وخت بې خونده اړیکې بېرته پیاوړې کړی. "

امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له شوي اټومي تړون څخه په مې میاشت کې ووتله.

په دغه تړون کې پنځه نور لاسلیک کونکي، برتانیه، فرانسه، جرمني، چین او روسیه غواړي د پیسو ورکولو داسې یو بل سیستم جوړ کړي چې د امریکا د بندیزونو تر اغېز لاندې رانشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دغو پلانونو ته په قهر او غوصې سره غبرګون وښود.

"د ایران رژیم ته د ګټې له اړولو سره تاسو په نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مرسته کونکو هېوادونو په کتار کې د ایران ځای نور هم پورته کوئ. "

په ملګروملتونو کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني خبریالانو ته وویل:

"تر هغو پورې چې په دغه تړون کې ژمنه شوې ګټې زمونږ خلکو او هېواد ته رسیږي نو مونږ به په دغه تړون کې پاتې شو خو که حالات بدل شول نو له مونږ سره د حل نورې لارې هم شته. "

په هر صورت د ایران پرضد د امریکا نوي بندیزونه به په نومبر میاشت کې پلي شي او ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې دا بندیزونه به له پخوانیو څخه سخت وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG