لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له طالبانو تر ماتولو وروسته اشرف غني د دوهم ځل لپاره غزني ته تللی


په غزني ولایت باندې د طالبانو لخوا د ستر برید تر ماتېدو راوروسته افغان ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره دغه ولایت ته تللی او هلته یې د امنیتي حالاتو ترڅنګ د بیلابیلو ډګرونو څخه له نږدې لیدنه او ارزونه کړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست پر فیسبوک پاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی غني، د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته ورغلي.

خبر زیاتوي، ولسمشر د غزني د امنیتي وضعیت، د ښاري کمربندونو د قوي کولو، د بېسونو او د امنیتي پوستو د جوړولو په اړه د لوی درستیز او د ۲۰۳ تندر قول اردو له قومندان سره خبرې وکړې.

اشرف غني امنیتي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د عملیاتو، د ځواکونو د تجهیز او د امکاناتو د وېش لپاره دې یو واضح پلان جوړ کړي او د ځواکونو پر همغږۍ او واحدې قوماندې یې ټینګار وکړ.

اشرف غني همدارنګه په خپل دغه یو ورځني سفر کې د غزني د پوهنتونونو او ښونځیو له استادانو، علماو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې له غړو سره د ناستو ترڅنګ په لویه ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ.

په غزني باندې اوړمه میاشت طالبانو برید کړی وه چې په دغې جګړه کې د افغان امنیتي چارواکو په وینا تر ۵۰۰ زیات طالبان او شاخوا سل تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو باندې د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له مخې د غزني له جګړې څخه زیات مړي پاکستان ته اړول شوي وو او افغان امنیتي چارواکو ویلي وو چې دغه برید په پاکستان کې پلان شوو خو پاکستان بیا دا ادعاوې رد کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG