لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګلدیش کې د روهینګیا د کډوالو په کمپونو کې ډېرې ستونزې دي

د روهینګیا کډوال
د روهینګیا کډوال

د امریکا غږ خبریاله ګرېټا ون سسټېرېن په بنګلدیش کې د روهینګیا د کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې.

هغه وايي، له خټینو دیوالونو څخه جوړ په دغه پنډ غالي کې ډېرې ستونزې دي خو بیا هم له میانمار څخه کابو اته لکه ورغلي روهینګايايي کډوال په کې دېره دي ځکه دوي د اوسېدو لپاره بل کوم ځای نه لري.

(دا خلک هېر شوي. دوی بې هېواده شوي. دوی بې کوره شوي. دوی بې نومه شوي دي.)

ون سسټېرین د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د روهینګیا د خلکو لپاره دې یو اوږد مهال سولیزه حل ولټوي.

(په دې کمپ کې د اوږدې مودې لپاره له پاتې کېدو سره به دوی اقتصادي فرصتونه له لاسه ورکړي، کیدای شي د انسان تښتونې ښکار شي او یا ترې نورې ناوړه ګټې واخیستل شي او حتی کیدای شي په توندلاريتوب کې ترې کار واخیستل شي.)

د روهینګیا کډوال چې په ۲۰۱۷ کال کې له میانمار یا برما څخه تښتېدلي وو په بنګلدیش کې له زرګونو هغو نورو سره یوځای شول چې په ۲۰۱۶ کال د پوځ لخوا د تاوتریخوالي او تېریو له امله بنګلدیش ته کډه شوي وو.

په دوو وروستیو راپورونو کې ویل شوي چې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا د اوسېدونکو په وړاندې حکومتي تاوتریخوالی د نژادي ورکاوي تر کچې پورته شوی.

د میانمار حکومت د خپلو ځواکونو لخوا د هر ډول تېري او تاوتریخوالي خبرونه ردوي او وايي چې په راخین ایالت کې پوځي عملیات ددې لپاره مهم وو تر څو دغلته سخت دریځي له منځه یوسي.

خو د ملګروملتونو او امریکا وروستي راپورونه وایي، داسې کافي اسناد او شواهد شته چې سرتیرو د روهینګیا کلي سوځولي دي او ملکيانو په وړاندې یې ترهګري کړېده.

په دغه راپور کې د امریکا له حکومت څخه غوښتل شوي وو چې په دغو جرمونو کې له ککړو خلکو سره دې حساب او کتاب وشي.

د بحران له نړیوالې ډلې څخه سټیفن پمپر وايي:

(کانګرس کولای شي د روهینګیا د کډوالو کمپونو ته د خپل یو استازي په لېږلو سره د ملاتړ لاس پورته کړي. له دې سره به دا یقیني شي چې امریکا له اړینو خلکو په پراخه کچه بشري مرستې وکړې او امریکا کولای شي له هغه بهیر سره مالي مرسته وکړي د کوم په ترڅ کې چې له مجرمانو سره حساب وشي.)

د امریکا حکومت د روهینګیا له کډوالو سره د نورو ۱۸۵ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړه.

جمهوري غوښتونکي وکیل اېډ رویس د ادارې له دې امله ستاینه وکړه چې د میانمار په راخین ایالت کې یې ظلمونو پرضد خپل غږ پورته کړ.

خو ډیموکراټ الیوټ اینجل په دې خبرې نیوکې کړي چې ولې امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې د واک په رسمیت نه پېژني.

په دغې محکمه کې د جنګي جرمونو، د بشر ضد جرمونو او ټول وژنې پرضد قانوني پرېکړې کیږي.

دا خلک هېر شوي. دوی بې هېواده شوي. دوی بې کوره شوي. دوی بې نومه شوي دي.)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG