لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ به د ملګروملتونو عمومي غونډې ته نن څه وايي؟


ټاکل شوېده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو ته خبرې وکړي.

ټرمپ تېر کال دې غونډې ته په خپلې وینا کې ګواښ کړی وو چې شمالي کوریا به په بشپړه توګه له منځه یوسي.

اوس زیات خلک هک حیران دي چې ولسمشر ټرمپ به دا ځل د ملګروملتونو عمومي غونډې ته له کوم پیغام سره ورځي.

د تېر کال په سپټمبر کې د شمالي کوریا د رهبر کېم جان اون او د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ترمنځ سختې لفظي شخړې وشوې.

ټرمپ کېم ته د راکټي سړي یا راکټ مېن نوم ورکړی وو او په غبرګون کې یې پیانګ یانګ ټرمپ ته د زاړه لیوني خطاب کړی وو.

تر هغې راوروسته حالات په ډرامټیکه توګه بېرته نرم شول تر دې چې دواړو مشرانو د شمالي کوریا د بې وسلې کېدو په اړه له یو او بل سره مخامخ خبرې وکړې.

سږ کال داسې ښکاري چې ټرمپ به په خپلو خبرو کې زیات په ایران باندې وغږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، د ټرمپ اداره په دې کار کوي چې ایران د یو نورمال هېواد په توګه کار وکړي او په نړۍ کې د ترهګرو د ستر ملاتړ کونکي هېواد په توګه کار پرېږدي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلې په وار وار په ایران باندې نیوکه کړي چې په سوریه او یمن کې یې د خپلو ملاتړو ډلو حماس او حزب الله له لیارې ډېر ویجاړونکی رول لوبولی.

ددې کال په سر کې ټرمپ اعلان وکړ چې له ایران سره د اوباما د وخت د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه وځي او په یو اړخیزه توګه یې په تهران باندې بندیزونه ولګول.

په نومبر کې به کمپنۍ له ایران سره خپله سوداګري بندوي او که نه نو د امریکا له مالي سیستم څخه به وویستل شي.

واشنګټن په تهران باندې فشار راوړي چې د یو پراخ تړون لپاره دې د مذاکراتو مېز ته راشي.

ټرمپ کېدای شي د ملګروملتونو عمومي غونډې ته د نهې یا سې شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې په سیمه کې د ایران د ویجاړونکي رول او دغه هېواد سره د نوي اټومي تړون په اړه خبرې وکړي.

خو ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې کیدای شي امریکا په دغې غونډه کې په خپل دریځ کې ځان یواځې ومومي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني به هم د ملګروملتونو په دغې سرمشریزه کې ګډون ولري خو داسې نه ښکاري چې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره دې د لیدلو چانس ترلاسه کړي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي دي:

"له غوښتنې سره سره زه داسې پلان نه لرم چې د ایرن له ولسمشر حسن روحاني سره وګورم. کیدای شي کوم وخت په راتلونکې کې سره وګورو او زه باوري یم چې هغه یو مینه ناک سړی دی. "

کیدای شي حسن روحاني چې د ټرمپ له خبرو څو ساعته وروسته د ملګروملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي د ټرمپ د نیوکو په اړه غبرګون څرګند کړي او همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ به په یوې خبري غونډه کې هم راڅرګند شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG