لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ډرون بريد کې د حقاني شبکې درې مشکوک ترهګر وژل شوي


د پاکستان په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍکې امريکايي بې پايلټه ډرون بريد د حقاني شبکې په مرکز دوه میزايلې داغلي او درې مشکوک ترهګر پکې وژل شوي دي.

رايټرز خبري اېجنسي د پاکستان د دوه چارواکو په حواله ويلي،ډرون بريد نن د پنجشبنې يا زيارت په سهار د افغانستان سره په پوله د کرمې ايجنسۍ په غوزګړۍ علاقه کې شوی دی.

ځينې راپورونه وايي په غوزګړۍ کې د پيشوګړ نومې چيک پوستې سره نزدې دغه بريد شوی دی.

اخوا اېسو سي اېټډ پرېس وايي دغه ډرون بريد د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان پکتيا ولايت کې شوی.

د پکتيا ولاېت د ګورنر وياند عبدالله حسرت ويلي ډرون حمله د پکتيا په پټان ولس والۍ کې ترسره شوی او زیاتوي د دوه کمانډرانو په ګډون پکې اوه وسله وال وژل شوي دي.

د روان کال اکتوبر په میاشت کې هم په غوزګړۍ کې د ډرون بريد خبر ورکړی شوی ؤ خو وروستو د پاکستان پوځ ویلي ؤ نه خو په کرمه کې ډرون بريد شوی او نه د پاکستان د هوايي حدودو سرغړونه شوې ده.

د اکتوبر په میاشت کې شوې ډرون برید کې د حقاني شبکې د ۲۳ نه ۳۰ پورې مشکوک ترهګرو د وژل کېدو ویل شوي وو.

دغه تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې د امريکا او اېتلافي ځواکونو مشر جنرل نېکولسن تېره ورځ ويلي وو د جنوبي اېشيا لپاره د صدر ټرمپ د يوې سختې پالېسۍ اعلانولو وروسته هم پاکستان د ترهګرو سره د مرستو خپله تګ لاره کې بدلون نه دی راوستی.

د امريکا د دفاع وزير جېم مېټس به هم د دسمبر په دويمه او دريمه نېټه د اسلام آباد سفر کوي او د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان نه د مرستو غوښتنه کوي.

افغانستان او امريکا تور لګوي پاکستان حقاني شبکې ته په خپله خاروه پناه ورکړې او د غلته ه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي امريکا سره يي د ترهګرۍ په ضد روانه مبارزه کې کمک کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG