لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ايف-١٦ الوتکې دهند په ضد کارولى شي،امريکايي قانون سازان


داسيا په اړه دامريکايي ايوان دبهرنو چارو دذيلي کميټۍ داوريدنې په مهال استازي ميټ سلمون وويل زياتره امريکايي قانون سازان ددغه خرڅون په پريکړه او وخت سختې پوښتنې لري.
داسيا په اړه دامريکايي ايوان دبهرنو چارو دذيلي کميټۍ داوريدنې په مهال استازي ميټ سلمون وويل زياتره امريکايي قانون سازان ددغه خرڅون په پريکړه او وخت سختې پوښتنې لري.

امريکايي قانون سازانو داوباما انتظاميې په پاکستان داتوو ايف -١٦ جنګي الوتکو دخرڅولو په پريکړه پوښتنې راولاړې کړي او انديښنه يې څرګنده کړه چې دا به دترهه ګرۍ دمخنيوي پځايې دنوي ډيلي په ضد دجګړې په اړه داسلام اباد توان مضبوط کړي.

بل لوري ته دبرطانوي خبري ادارې ديو راپور ترمخه دامريکايي سينيټ دبهرنو چارو دکميټۍ په وينا امريکايي چارواکو په پاکستان دايف-١٦ الوتکو داخستو په مد کې ورکړل کيدونکې مرستې اودرولې دي او ددغه بنديز څخه وروستو به پاکستان ته داتوو ايف -١٦ الوتکو اخستو لاپره ٧٠ کروړه ډالر پخپل ادا کولوي.

داسيا په اړه دامريکايي ايوان دبهرنو چارو دذيلي کميټۍ داوريدنې په مهال استازي ميټ سلمون وويل زياتره امريکايي قانون سازان ددغه خرڅون په پريکړه او وخت سختې پوښتنې لري.

هغه وويل دامريکا او پاکستان اړيکې اوس هم تاوژنې دي او ځينې خلک پوښتنه کوي چې ايا ايف -١٦ به په اخره کې دهند او که دنورو سيمه ييزو قوتونو په ضد کارول کيږي؟

په عين حال کې پاکستان دامريکا له لوري دايف -١٦ الوتکو په ورکړه شوې نيوکې ردکړي او دې لوري ته يې پام راګرځولى چې واشنګټن پخپله هم ددغه ګام ملاتړ کوي.

واشنګټن کې دپاکستاني سفارت خانې وياند نديم هوتيانه له لوري جاري شوي بيان کې ويل شوي دي امريکايي انتظاميې ويلي په پاکستان دايف -١٦ الوتکو دخرڅولو ملاتړ کوي

دپاکستاني سفارت خانې وياند دهند په ضد ددغو الوتکو دممکنه کارول کيدو امکان رد کړى او دې لوري ته يې ګوتنيونه کړې چې جنګي الوتکې دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان قبايلي سيمو کې دترهه ګرو په ضد کارول شوي.

له دې وړاندې دشورو په ورځ امريکايي استازې الينا راس ليهتن،څوک چې دمينځني ختيځ او شمالي افريقې په اړه دذيلي کميټۍ مشره ده، په پاکستان دايف-١٦ الوتکو دخرڅولوداودرولو غږ کړى و او ويلي يې وو پاکستان دې اړتيا نه لري او دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې به يې کيدى شي چې ونه کاروي.

هغې ويلي وو صدر افغانستان لپاره د1.2و بلينو او پاکستان لپاره د742 ملينو دبهرنۍ مرستې خواست کوي.

هغې دا عوه هم کړې چې پاکستان دطالبانو کاميابۍ کې نيغ په نيغه مرسته کوونکى دى او تور يې لګولى و چې پاکستان نه يواځې دا چې هغوي ته دخپلې خاورې دمحفوظې ځالې په توګه دکارول کيدو اجازه ورکوي بلکې دافغانستان پولو کې ورته هم ملاتړ ورکوي.

هغې په امريکايي ولسمشر ټينګار کړى و چې امنيتي ځواکونو ته دې دافغانستان دننه دطالبانو دپه نخښه کولو اجازه ورکړي ځکه چې دهغې په قول دهاغه دښمن سره خبرې اترې کول ډير ګران دي کوم چې ځان دښه کيدو په حالت کې ويني او ولسمشر اشرف غني هم تيره ورځ ويلي چې طالبان له دې امله په ازدانه توګه فعاليتونه کوي چې پاکستان دهغوي په ضد پخپله خاوره دګامونو اخستو څخه انکار کړى.

دامريکا حکومت ويلي دي دغه جنګي الوتکې به دترهه ګرۍ دمخنيوي په اړه دپاکستان دفضايي بريدونو توان سيوا کوي.

خو دفرورۍ په مياشت کې په پاکستان دجنګي الوتکو دخرڅولو دمنظورۍ څخه وروستو هند کې امريکايي سفير غوښتى و او دهند دبهرنو چارو وزارت يو بيان کې ويلي وو هغوي په دې اړه امريکا سره اختلاف لري چې ګنې په پاکستان ددغو الوتکو خرڅول کيدو سره به دترهه ګرۍ مخنيوي کې مرسته وشي.

دنوي ډيلي لخوا دنيوکو څخه وروستو پاکستان ويلي ووامريکا څخه دايف -١٦ الوتکو داخستو په اړه دهندي حکومت په رد عمل حيران شوي او مايوسه شوي.

اوسنو کلونو کې امريکايي سياست دانانو دپاکستان په اړه په تګلارو انديښنې څرګندې کړي او تور لګوي اسلام اباد په داسې حال کې طالبانو ته پناه ورکوي اودامريکايي ګټو په ضد عمل کوي چې دامريکا څخه دپوځي مرستو په مد کې په بلينونو ډالره مرسته ترلاسه کوي.

ښاغلي سلمون وويل دپردې ترشا ترهه ګريزو ډلو دپاکستان دپوځ لپاره په هند کې خونړي بريدونه ترسره کړي دي.

هغه وويل تر کلونو پاکستان ته دترهه ګرۍ په ضد دلويو مرستو ورکولو باوجود،(دناين اليون څخه راپديخوا ٢٥ بلينه امريکايي ډالر) ترهه ګريزې ډلې دغه هيواد کې اوس هم په ازادۍ سره کار کوي.

نوى ډيلى په پاکستان تور لګوي چې دلشکرطيبې او جيش محمد پشان ترهه ګريزو ډلو ته پناه ورکوي او دغو ډلو په کال ٢٠٠٨م کې هند کې ترسره کړو بريدونو کې ١٦٦ کسان وژلي و، سږکال دجنورۍ په مياشت کې دهند په وينا دجيش محمد سره تعلق لرونکو ترهه ګرو دهغوي په پټهان کوټ ښار کې دفضايې په اډه حمله کړې وه او اووه کسان يې وژلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG