لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي توئنټي ورلډکپ: انګلېنډ ـ افغانستان ته په ۱۵رنزونو ماتې ورکړه


د انګلېنډ ټيم په اووه لوبغاړو سوځېدو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۴۲ رنزونه وکړل . انګلېنډ ټاس ګټلی او لمړی بيټګ يې اخستی ؤ .
د انګلېنډ ټيم په اووه لوبغاړو سوځېدو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۴۲ رنزونه وکړل . انګلېنډ ټاس ګټلی او لمړی بيټګ يې اخستی ؤ .

په هند کې روان د ټي ټوئنټي ورلډکپ په روانو سيالو کې د انګلېنډ ټيم افغانستان ته په ۱۵ رنزونو ماتې ورکړه .

د انګلېنډ ټيم په اووه لوبغاړو سوځېدو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۴۲ رنزونه جوړ کړي وو .

د هند د نوي ډيلي په فېروز شاه کوټله مېدان کې د انګلېنډ ټيم د لوبې ټاس ګټلی او لمړی بيټګ يې اخستی ؤ .

د انګلېنډ د سکور په ځواب کې افغانستان په نهه لوبغاړو اؤټ کېدو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۲۷رنزونه جوړ کړل او مېچ يې بائيلو .

په دغه مېچ کې د افغانستان شفيق الله زيات ۳۵ رنزونه جوړ کړل او په پاتې نور لوبغاړي هم لکه د انګلېنډ د لوبغاړو زر زر اؤټ شو .

محمدشهزاد په ۴، نورعلي زدران په ۱۷، اصغرستانکزی په ۱، ګلبدين نائب په 0، راشد په ۱۵، محمدنبي په ۱۲، سميع الله شينواري په ۲۲، اميرحمزه په ۱او نجيب الله په ۱۴ رنزونو اؤټ شو .

د افغانستان په وړاندې د انګلېنډ ټيم لمړي بېټسمېنان زر زر اؤټ شوي خو په اخري دوه اوورونو کې رنزونه زيات کړی شوي وو .

د انګلېنډ د اننګز چې ۱۸ اوورونه پوره شو په اووه لوبغاړو اؤټ کېدو يې ۱۰۷ رنزونه وو .

د افغانستان په ضد د انګلېنډ په بېټسمېنانو کې معين علي زيات ۴۱ رنزونه جوړ کړل .

د افغانستان محمدنبي او راشدخان دوه دوه لوبغاړي، اميرحمزه او سميع الله شينواري يو يو وکټ واخستو .

په ګروپ (ون) کې شامل د ورلډکپ روانو سيالو کې انګلېنډ له دې وړاندې دوه مېچونه کړي يو يې ګټلی او يو يې بائيللی دی، افغانستان دوه مېچونه کړي او دواړه يې بائللي دي .

انګلېنډ ته په لمړي مېچ کې ويسټ انډيز په شپږو وکټو ماتې ورکړې، او دويم مېچ يې د جنوبي افريقې نه په دوه وکټو ګټلی ؤ ، په دغه مېچ د افريقې ټيم انګلېنډ ته ۲۳۰ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

افغانستان د سُپر ۱۰ په خپل لمړي مېچ کې د سري لنکا نه په شپږو وکټو ماتې خوړلې او دويم مېچ ترې جنوبي افريقې په ۳۷ رنزونو ګټلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG