د پښتو ژبې نومیالۍ سندرغاړې وږمه چې څه موده مخکې ناروغه وه ، دا مهال د ناروغۍ نه بیخي ښه شوې ده اؤ پخپل کور کې د خپلو ماشومانو سره دخوښۍ ډک ژوند تیروي ،
د جمعې په ماسخوتن په سوشل میډیا د وږمې د مړینې دروغ خبرونه خپاره شوي چې د وږمې کورنۍ اؤد هغې مینه وال یې سخت پریشانه کړي دي ،
وږمه ژوندۍ اؤښه صحتمنده ده اؤ د وائس اف امریکه ډیوه خبریال فاروق فراق سره یې پخپله خبرې شوي دي.
وتلې سندرغاړې وږمې ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي نه پوهیږي چې کومو خلکو به د هغې د مړینې افواه د کوم غرض دپاره خپره کړي وي، خو هغه ښه خوشحاله اؤ روغه رمټه د خپلو ماشومانو سره ژوند کوي اؤ د مړینې متعلق خبرونه یې هیڅ حقیقت نه لري،
وږمه له دې وړاندې د ناروغۍ ښکار وه خو وروستو یې د پیښور په لیډی ریډنګ روغتون کې علاج وشو اؤ صحت یې بیاموندو.
دا مهال په پیښور کې اوسیږي اؤ د نوؤ سندرو وئیلو تابیا لري.
هغې تر دې مهاله په زرګونو سندرې وئیلي چې زیاتې پکې مشهورې شوي دي اؤ د خپلو مینه والو یوه پراخه حلقه لري ،
ډیوه سره خبرو کې وږمې وویل هغه اوس د سندرو وئیلو په پوزیشن کې ده اؤ کوشش کوي چې ډیر زر خپلې نوې سندرې د خپلو مینه والو غوږونو ته ورسوي