لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٣٤ ترهه ګريزې ډلې دداعش پلوي دي، دملګرو ملتونو مشر


 دايسوسي ايټډ پريس ترمخه بانکي مون وئيلي دي دفلپائن، ازبکستان، پاکستان اؤ ليبيا پشان هيوادونو کې (دتندروه) ډلو وفادارۍ لپاره دمائلولو دتوان لرلو له امله دداعش څخه” بې مثاله ګواښ “ پيښ دى.
دايسوسي ايټډ پريس ترمخه بانکي مون وئيلي دي دفلپائن، ازبکستان، پاکستان اؤ ليبيا پشان هيوادونو کې (دتندروه) ډلو وفادارۍ لپاره دمائلولو دتوان لرلو له امله دداعش څخه” بې مثاله ګواښ “ پيښ دى.

دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون يو راپور کې وئيلي دي چې دټولې نړۍ څخه ٣٤ؤتندروه تنظيمونو ددسمبر دمياشتې دنيمائي څخه ترهه ګريزې ډلې دولت اسلاميه سره دوفادارۍ ژمنه کړې اؤ دغه شميره به کال ٢٠١٦م کې نوره هم سيوا کيږي.

دايسوسي ايټډ پريس ترمخه بانکي مون وئيلي دي دفلپائن، ازبکستان، پاکستان اؤ ليبيا پشان هيوادونو کې (دتندروه) ډلو وفادارۍ لپاره دمائلولو دتوان لرلو له امله دداعش څخه بې مثاله ګواښ پيښ دى.

هغه دا هم وئيلي دي چې دملګرو ملتونو غړو هيوادونو ته داعش سره دتړلو هاغو تندروه ډلو له لوري داضافي حملو لپاره تيار اوسيدل پکار دي کومې چې دحملو ترسره کولو اؤ خپلو نيټ ورکونو ته دودې ورکولو لپاره دنورو هيوادونو سفرونه کوي.

بانکي مون وئيلي دي په ټول لويديز اؤ شمالي افريقا، مينځني ختيز ، جنوبي اؤ جنوب ختيزه ايشياء کې دداعش داثرورسوخ اوسنۍ پراختيا يواځې په ١٨ؤ مياشتو کې دخطرې دشدت رفتار اؤ کچه په ډاګه کوي.

بان وائي داعش دنړۍ ترټولو مالداره ترهه ګريزه ډله ده اؤداندازې څخه يې وئيلي دي چې دغه ډلې په کال ٢٠١٥م کې دبنديز باوجود دتيلو اؤ دتيلو دپيداوار څخه د٤٠٠ؤ ملينو څخه نيولې تر ٥٠٠ؤ ملينو پورې ډالرې پيدا کړې.

په عراق کې دملګرو ملتونو دمشن ترمخه دداعش دکنټرول لاندې صوبو کې دبنک دڅانګو څخه اخستل شوى رقم يو بين ډالر دي.

هغه وائي مشن داندازه لګوي چې دداعش دواک لاندې سيمو ته دټرکونو په داخله دلګيدلي ټيکس له لارې هم دغه ډلې په يو کال تر يو بلينو ډالرو پورې پيسې جمع کړي.

په نړيواله کچه دداعش دويستلو دهڅو باوجود دغه تندروه ډلې عراق اؤ شام کې ددوؤ کلونو څخه هم کمه موده کې په زياتو برخو قبضه کړې اؤ بانکي مون وائي داعش په دغو دواړو هيوادونو کې موجودګي لري اؤ نورو سيمو پورې هم غزيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG