لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوږدمهاله افغان امن لپاره سياسي جوړجاړى ترټولو ګټوره لار ده،سرتاج عزيز


 هغه وويل دافغانستان اولس افغان جګړه کې زياتو ستونزو سره مخ شوى، هغه وويل پاکستان دافغان قومي يو والي دحکومت دامن لپاره کيدونکي دجوړجاړي هڅې ستائي.
هغه وويل دافغانستان اولس افغان جګړه کې زياتو ستونزو سره مخ شوى، هغه وويل پاکستان دافغان قومي يو والي دحکومت دامن لپاره کيدونکي دجوړجاړي هڅې ستائي.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وئيلي دي چې افغانستان کې داوږدمهاله امن دودې اؤ ثبات لپاره سياسي جوړجاړى ترټولو ګټوره لار ده دکوم لپاره چې برخه والو هيوادونو ته دامن دعمل ددوامداره ساتلو لپاره ټول کوششونه کول پکار دي.

اسلام اباد کې دافغان جوړجاړي دعمل بحالۍ لپاره دروانې څلور ملکي غونډې په مهال سرتاج عزيز وويل افغانستان کې دتشدد څخه دډکو پيښو خاتمه دسياسي جوړجاړي دعمل له لارې کيدى شي.

هغه وويل دافغانستان اولس ته دڅو لسيزو راهسې دروان نۀ ختميدونکي تشدد له امله تکليفونه رسيدلي ، هغوي ته دامن اؤ ثبات ضرورت دى،هغه وويل پاکستان دافغان قومي يو والي دحکومت دامن لپاره کيدونکي دجوړجاړي هڅې ستائي.

سرتاج عزيز وويل دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو کاميابۍ لپاره ضروري ده چې ټولې خواوې پخه اراده ولري اؤ افغانستان کې دتلپاتې امن اؤ ثبات لپاره به ټولو ته په ګډه کار کول وي.

سرتاج عزيز وويل دافغانستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرو لپاره يوه واضحه تګلاره ډيره ضروري ده.

دترهه ګرۍ دخاتمې په اړه دپاکستان په دريځ دتبصرې کولو په وخت سرتاج عزيز وويل چې پاکستان افغانستان سره دا انديښنه شريکوي چې زياتيدونکى تشدد لويې چيلنج دى اؤ دجوړجاړي خبرو کې ددې کميدل يو اهم مقصد پکار دى.

خارجه مشاور وويل په دې مرحله کې دڅلور ملکي ډلې دټولو هيوادونو لخوا دزياتو څخه زياتو طالبانو دډلو دامن خبرو ته دمائيللو ضرورت دى.

سرتاج عزيز وويل چې دامن خبرو اترو دکاميابۍ لپاره دڅلورو واړو هيوادونو ترمينځ موثره مرسته اؤ په مهمو معاملو په وخت شريکې فيصلې اهمې دي.

دهغه وينا وه ددې جذبې اؤ ارادې په دوامداره ساتلو سره به ډله اوس څومره چې زر ممکن وي دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دسولې دنيغ په نيغه خبرو لپاره دوړاندې تګ يوې لارې ته پام وګرځوي.

خارجه مشاور افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان لخوا ددوامداره هڅو اؤ اسانتيا ورکولو دريځ هم تکرار کړو.

دهغه وينا وه دکابل دغونډې په مهال افغان طالبانو ته په غيرمشروطه توګه مذاکراتو کې دګډون وينا شوې وه اؤ هيله ده چې دا څلور ملکي ډله به افغانستان کې جوړجاړي لپاره دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ ډير زر خبرې اترې وکړي.

دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو دعمل بحالۍ لپاره دتګلارې جوړولو په غرض دجوړې څلور ملکي غونډې دريمه غونډه دخالي په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې روانه ده.

دافغان جوړجاړي دعمل په اړه اسلام اباد کې دڅلور ملکي ډلې دريمه غونډه کې دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري اؤ دافغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت کرزى دخپلو هيوادونو استازيتوب کوي.

غونډه کې به دافغان امن عمل په اړه دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو بحالۍ لپاره په تګلاره، دپاکستان په کردار اؤ دپاک افغان اعتماد سازۍ په اړه په ګامونو خبرې کيږي.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې جوړې کړل شوې دغه ډله کې پاکستان، افغانستان، چين اؤ امريکا شامل دي، ددغه ډلې لمړۍ غونډه اسلام اباد اؤ دوهمه کابل کې ترسره شوې وه.

ددوهمې غونډې څخه وروستو جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي وؤ چې طالبانو سره دامن مذاکراتو په په بحالۍ خبرې شوي اؤ دې لړ کې کيدونکو هڅو کې يو څه پرمختګ شوى.

اعلاميه کې وئيل شوي وؤ چې دطالبانو ډلې دې دڅلورو واړو هيوادونو دخواهش اؤ ملاتړ مخې ته په ايښودو سره افغان حکومت سره زر تر زره مذاکرات پيل کړي چې دغه شان دافغان اولس په ضد تشدد ختم کړل شي.

غونډه کې دمذاکراتو دبحالۍ تګلارې لپاره دسازګار ماحول پيدا کولو په ګام هم خبرې شوې وې.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان ط البانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

ددغه ليدنې مقصد جګړه ځپلي افغانستان کې دمذاکراتو له لارې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دستونزې ممکنه حل راويستل وؤ، خو دخبرو اترو دلمړي پړاؤ ترسره کيدو څخه دوه اوونۍ وروستو دا خبر مخې ته راغلى ؤ چې دطالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله دمخه مړ شوى.

ددغه خبر مخې ته دراتللو څخه وروستو دامن مذاکراتو عمل ځنډيدلى ، دافغان طالبانو ترمينځ دقيادت پسر اختلافونو سرراپورته کړى اؤټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې وه.

پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دافغانانو په مشرۍ دافغان جوړجاړي دعمل ملاتړ کوي ځکه چې يو پرامنه افغانستان پخپله دپاکستان دسلامتۍ لپاره ضروري دى.

له دې وړاندې دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله يوه مرکه کې وئيلي وؤ چې دجوړجاړي خبرې شپږو مياشتو کې پيل کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG