د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) د روانو سيالو په درېم مېچ کې د پېښور زلمي ټيم د اسلام اباد يونائټډ ته په ۲۴ رنزونو ماتې ورکړه . اسلام اباديونائيټډ له دې وړاندې په لمړي مېچ کې په کوئټه ګلېډي اېټرز باندې مېچ بائيللی ؤ .
د شاهدافريدي په کپتانۍ د پېښور زلمي ټيم لمړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورو کې يې په اووه لوبغاړو ۱۴۵ رنزونه جوړ کړي وو .
د پېښور زلمي ټيم لخوا زيات رنزونه ۵۱ تميم اقبال جوړ کړي وو .
او د اسلام اباد يونائټډ په بالرانو کې رسل درې ، واټسن، سعيداجمل او رئيس يو يو وکټ اخستی ؤ .
د مصباح الحق په کپتانۍ د اسلام اباد يونائټډ ټيم د پېښور زلمي د ۱۴۵ رنزونو په ځواب کې په ۲۰ اوورو کې په نهه لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۲۱ رنزونه جوړ کړل اوپه ۲۴ رنزونو يې مېچ وبائيلو .
د پېښور زلمي په بالرانو کې محمداصغر او وهاب رياض درې درې او شان ټېټ دوه وکټې واخستې .
د پېښور زلمي او اسلام اباد يونائټډ مېچ ليدو له د پېښور ارمي پبلک سکول د ۱۵۰ پورې ماشومان هم د دوبۍ کرکټ په مېدان کې موجود وو .
شاهدافريدي وويل زه د ټيم دغه لمړۍ ګټه هم د پېښور د سکول د ماشومانو په نوم کوم .
له دې مېچ وړاندې د جمعې په ورځ د پي اېس اېل په دويم مېچ کې د کراچۍ کنګز ټيم لاهور قلندر ته په اووه وکټو ماتې ورکړې وه .