لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: اکرم خان دراني په بمي چاودنه کې روغ وتی، دوه مړه


اکرم خان دراني سره دا وخت د هاؤسنګ مرکزي وزارت دی او هغه د خېبرپښتونخوا صوبي اعلی وزير هم پاتې شوی دی .
اکرم خان دراني سره دا وخت د هاؤسنګ مرکزي وزارت دی او هغه د خېبرپښتونخوا صوبي اعلی وزير هم پاتې شوی دی .

د پاکستان مرکزي وزير او د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې يو مشر اکرم خان دراني باندې د خېبرپښتونخوا په بنوسيمه کې يوه بمي چاودنه شوې چې پکې نوموړی روغ وتی خو د هغه په کاروان کې شامل دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .

د پوليسو په وېنا د اکرم خان دراني کاروان د بکاخېل علاقې نه بنو ته بېرته په لار وو چې په نرمي خېل نومې ځای کې پرې د ريموټ کنټرول د لارې بمي چاودنه شوې ده .

مطبوعاتي راپورونه د چارواکو د خُلې وائي چې په اکرم خان دراني شوې چاودنه کې مړه شوي دوه کسان پوليس دي .

اکرم خان دراني سره دا وخت د هاؤسنګ مرکزي وزارت دی او هغه د خېبرپښتونخوا صوبي اعلی وزير هم پاتې شوی دی .

د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې سره تعلق لرونکي اکرم خان دراني باندې د خپل نوعيت دا لمړۍ حمله ده ، ولي د دغه ډلې په مشر مولانا فضل الرحمان باندې درې ځله ځانمرګي بريدونه شوي او هغه پکې هم بچ پاتې شوی دی .

په بنو کې اکرم خان دراني باندې د شوې حملې ذمه واري لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې، خو له دې وړاندې د دغه ډول حملو پړه تحريک طالبان يا د دغه تنظيم ته اړونده نورو ډلو قبوله کړې ده .

وزيراعظم نوازشريف په اکرم خان دراني د شوې حملې غندنه کړې ده .

پاکستان کې له دې وړاندې په تېره يوه موده کې د مختلفو سياسي ډلو په مشرانو حملې شوي چې پکې د سياسي ډلو مشران او کارکنان وژل شوي دي .

روان کال د اګست په مياشت کې د پنجاب صوبې داخله وزير شجاع خانزاده په اټک ضلع کې يو ځانمرګی بريد کې وژل شوی وو او درې کاله وړاندې د خېبرپښتونخوا صوبې د هغه وخت سينئير وزير او د عوامي نېشنل ګوند يو مشر بشيراحمد بلور هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو .

د پاکستان پوځ تېر کال په قبائلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي چې وروستو تر خېبرايجنسۍ پورې غزول شوي او چارواکي ادعا کوي چې د دغو عملياتو په نتيجه کې د وسله والو ملا ماته کړی شوې ده .

حکومتي چارواکي دا هم وائي چې د عملياتو په نتيجه کې په ملک کې د ترهه ګرۍ د پېښو رامينځ ته کېدو لړۍ کمه شوې ده او که چرته وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامينځ ته کېږي نو دوي ئې د عملياتو غبرګون ګڼي .

د پاکستان حکومت او پوځ بيا بيا دغه خبره تکراروي چې په ملک کې د اخيري ترهه ګر د خاتمې پورې به عمليات دوامداره ساتي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG